ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د پکتیا په ځاځي اریوب کې یوه سوداګر په خپل شخصي لګښت روغتون جوړ کړ

د پکتیا په ځاځي اریوب کې یوه سوداګر په خپل شخصي لګښت روغتون جوړ کړ

author avatar
11 Sep 2024 - 15:30
د پکتیا په ځاځي اریوب کې یوه سوداګر په خپل شخصي لګښت روغتون جوړ کړ
author avatar
11 Sep 2024 - 15:30

ګردېز (پژواک، ۲۱ وږی ۱۴۰۳): د پکتیا په ځاځي اریوب ولسوالۍ کې د یوه سوداګر له لوري د یو میلیون امریکايي ډالرو په لګښت یو روغتون چې وړیا خدمات به په کې وړاندې کېږي، جوړ او پرانیستل شو.

د یاد روغتون پرانیستې مراسمو کې بهرمېشتي افغان سوداګر سلیمان صالح وویل چې دغه روغتون د ځاځي اریوب ولسوالۍ په لرې پرته سرګل سیمه جوړ شوی دی.

هغه زیاته کړه چې دغه یې روغتون د دوو کلونو په موده کې د یو میلیون امریکايي ډالرو په شخصي لګښت جوړ کړی دی.

د نوموړي د معلوماتو له مخې، روغتون ۲۲ بستره، بېړنۍ خونه، زېږنتون، د ماشومانو داخله څانګه، مجهز لابراتوار او نورې اړينې اسانتياوې لري.

هغه وايي چې د دغه روغتون درمل او نور ټول خدمات د شپږو کلونو لپاره وړیا دي.

د هغه په خبره: «د دغه روغتون جوړولو یو لوی هدف دا و چې میندو ته د زېږون پر مهال اسانتیا رامنځته شي او ترڅنګ به يې نور خدمتونه هم ترسره کېږي؛ پر دغه روغتون شاوخوا يو ميليون ډالر لګښت شوی، نور لګښت يې هم چې تر څو مو توان وي، ورکوو، که له توانه پورته شوه بيا به يې حکومت ته سپارو.»

دغه راز، د ياد روغتون د پرانيستې مراسمو کې د عامې روغتيا سرپرست وزير مولوي نور جلال جلالي وويل چې د ياد روغتون په پرانيستې سره به په اریوب ځاځي کې د مور او ماشوم د مړینو کچه راټیټه شي.

د هغه په وینا، د دې سیمې سړکونه هم خراب دي او خلک په اسانه نه شي کولای ناروغان تر مرکز ګردېز پورې ورسوي.

جلالي نیوکه وکړه چې وړمه ورځ یې د پکتیا له حوزوي روغتونه لیدنه کړې، هلته هم خدمات معیاري نه دي.

بل لور ته، د سیمې اوسېدونکي هم د دغه روغتون جوړېدو ته خوښ دي.

د سيمې يوه قومي مشر رحمت‌الله ځاځی وويل چې له دې مخکې د روغتیايي خدمتونو برخه کې له ګڼو ستونزو سره مخ وو.

خو هغه هیله وښوده چې د دغه روغتون په پرانیستل کېدو سره به یې هم روغتیايي ستونزې حل شي او هم به د زېږون پر مهال د مور او ماشوم د مړینو کچه راټیټه شي.

د عامې روغتيا وزارت مسوولينو د معلوماتو له مخې، د پکتیا په یو شمېر نورو سیمو کې هم خلک روغتیايي خدمتونو ته لاسرسی نه لري.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.