Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

مسعود پزشکیان بغداد ته تللی

کابل (پژواک، ۲۱ وږی ۱۴۰۳): د راپورونو له مخې، د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان د عراق پلازمېنې بغداد ته تللی دی.

ایرنا خبري اژانس نن (چهارشنبه) راپور ورکړی چې پزشکیان د ایران د ولسمشر په توګه له ټاکل کېدو وروسته د خپل لومړني بهرني رسمي سفر په ترڅ کې بغداد ته تللی دی.

په همدې حال کې، د ایسنا خبري اژانس هم راپور ورکړی چې دغه درې ورځنی سفر د عراق د لومړي وزیر محمدشیاع السوداني په رسمي بلنه شوی دی.

د راپور پر بنسټ، پزشکیان به عراق ‎له لومړي وزیر، ولسمشر، د ولسي جرګې ‎او قضايي ادارې له رییسانو سره د لیدنو او د ګډو همکاریو د اسنادو لاسلیکولو تر څنګ، د دغه هېواد له سوداګرو او د عراق مېشتو ایرانیانو ‎سره هم لیده کاته ولري.‎

په راپور کې ویل شوي چې پزشکیان به په بغداد کې له رسمي لیدنو وروسته نجف، کربلا، بصرې، اربیل او سلیمانیې ته هم ولاړ شي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.