مزارشریف (پژواک، ۲۲ وږی ۱۴۰۳): د بلخ ولایت مقام وایي چې په دغه ولایت کې یو کس چې غوښتل یې امنيتي پوستې ته لاسيبم وغورځوي، وژل شوی دی.
د بلخ ولایت مقام ویاند عطاوالله حاجي زید وايي چې په دغه ولایت کې د «شر او فساد ډلې» یو غړی چې غوښتل یې امنيتي پوستې ته لاسيبم وغورځوي، هدف ته له رسېدو مخکې د مقاومت په نتیجه کې د استخباراتي ځواکونو له خوا وژل شوی دی.
زید د پېښې د ځای او وخت په اړه جزئیات نه دي ورکړي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP