Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

بریتانیا له افغانستان سره شپږ میلیون پونډه مرسته وکړه

کابل (پژواک، ۲۲ وږی ۱۴۰۳): د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږي‌کوونکي دفتر (اوچا) ویلي چې بریتانیا له افغانستان سره شپږ میلیون پونډه مرسته کړې ده.

اوچا نن (پنج‌شنبه) پر خپله اېکس‌پاڼه یوه پیغام کې ویلي چې دا مرسته د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري مرستو له صندوق سره شوې چې په ۲۰۲۴ او ۲۰۲۵ کلونو کې به ولګول شي.

د دغه بنسټ د راپور له مخې، بریتانیا د افغانستان د بشري ‎مرستو د صندوق له جوړېدو راهیسې تر اوسه له دغه صندوق سره ۳۰۴ میلیون پونډه‎ مرسته کړې ده.

دا په داسې حال کې ده چې د ناورین د مدیریت په چارو کې د اروپايي ټولنې کمېشنر یانز لنارچیچ هم پرون ویلي وو چې دې ټولنې له افغانستان سره د نږدې ۱۰۰ ټنه طبي تجهیزاتو مرسته کړې ده.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.