کابل (پژواک، ۲۲ وږی ۱۴۰۳): په کابل کې د قزاقستان سفیر وایي چې افغانستان د دوی لپاره یو مهم اقتصادي هدف دی او د دغه هېواد د غنمو لپاره یو ښه بازار او ترانزیټي لار ګڼل کېږي.
د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند حافظ ضیاءاحمد تکل پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، نن په کابل کې د قزاقستان جمهوریت سفیر علیمخان یسین ګیلدییف د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر مولوي امیرخان متقي سره ناسته وکړه.
تکل ویلي: «د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي له فتحې وروسته په کابل کې د قزاقستان د سفارت د کار دوام وستایه او په تېرو درې کلونو کې يې د افغانستان او قزاقستان د اړیکو پراختیا کې د سفیر د رول ستاینه وکړه.»
متقي د افغانستان او قزاقستان اړیکې نږدې وبللې او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې د سوداګرۍ پر لا پراختیا ټینګار وکړ.
د بهرنیو چارو وزیر په افغانستان کې د قزاقستان د سفیر ماموریت بریالی وباله او په راتلونکي ماموریت کې يې هم ورته د بریا هیله څرګنده کړه.
تکل زیاته کړې، په یاده ناسته کې د قزاقستان سفیر علیمخان یسین ګیلدییف ویلي، د ماموریت په موده کې يې په قزاقستان کې د ممنوعه ډلو له لیسته د «طالبانو غورځنګ» لرې کېدل او په استانه کې د ا.ا.ا. د شارژدافیر منل، دوه مهم سیاسي پرمختګونه وو.
د قزاقستان سفیر ویلي، افغانستان د قزاقستان لپاره یو مهم اقتصادي هدف دی او د هغه هېواد د غنمو لپاره یو ښه بازار او ترانزیټي لار ګڼل کېږي.
هغه زیاته کړې، قزاقستان او افغانستان دواړه لویو بازارونو ته د توکو د لېږد لپاره ترانزیټي لارې ورکولای شي.
ده د افغانستان موقعیت د سیمې او په ځانګړې توګه د قزاقستان لپاره ارزښتناک وباله.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP