ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کابل سروبي کې د پاکو اوبو رسولو یوه شبکه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

د کابل سروبي کې د پاکو اوبو رسولو یوه شبکه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

کابل (پژواک، ۲۳ وږی ۱۴۰۳): د کابل ولایت مقام وايي، د دغه ولایت په سروبي ولسوالۍ کې د ۴۱ میلیون افغانیو په لګښت د پاکو اوبو رسولو یوه شبکه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

د کابل ولایت مطبوعاتی دفتر نن (جمعه، د وږي ۲۳مه) پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي، د پاکو اوبو رسولو یاده شبکه چې ۴۱ میلیون افغانۍ لګښت پرې راغلی، پرون د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د کلیو پراختیا او بیارغونې وزارت د سرپرست ملا محمدیونس، د کابل د والي الحاج ملا امین‌الله عبید او د سیمې د مشرانو او مسوولینو په حضور کې پرانیستل شوه.

د کابل والي د یادې پروژې په پرانیستل کېدو خوښي څرګنده کړې او ویلي یې دي: «د سروبي ولسوالۍ خلک جهاد پالونکي خلک دي او دا لومړنۍ حیاتي پروژه ده چې وروسته له ډېر وخته د دې ولسوالۍ خلکو ته جوړه شوې ده.»

هغه زیاته کړې: «اسلامي امارت د پرمختیایي او زیربنایي پروژو پلې کولو برخه کې د خپلو ژمنو عملي کولو ته ژمن دی، لکه څنګه چې شاهدان یو تېره ورځ د ټاپي لویې پروژې او د کابل – غزني دویم لین سړک جوړولو چارې پیل شوې.»

دغه‌ راز، د کابل والي په یاده او د دغه ولایت نورو ولسوالیو کې د نورو زیربنايي پروژو پلې کېدو لپاره د هڅو خبر ورکړی دی.

د سرچینې په خبره، یاده پروژه د یونیسف دفتر په مالي ملاتړ او د کوار موسسې په مرسته پلې شوې او نږدې درې سوه کورنۍ به یې له اوبو برخمنې شي.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.