ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ډاکټر عبدالله دایکنډي کې د تېرې ورځې پېښه غندلې ده

ډاکټر عبدالله دایکنډي کې د تېرې ورځې پېښه غندلې ده

author avatar
13 Sep 2024 - 11:49
ډاکټر عبدالله دایکنډي کې د تېرې ورځې پېښه غندلې ده
author avatar
13 Sep 2024 - 11:49

کابل (پژواک، ۲۳ وری ۱۴۰۳): په مخکني حکومت کې د ملي روغې جوړې عالي شورا مشر ډاکټر عبدالله عبدالله دایکنډي کې د ۱۴ کسانو وژل کېدو پېښه یو بې‌رحمانه عمل بللی او هغه یې غندلې ده.

ډاکټر عبدالله پر خپله ټويټرپاڼه لیکلي: «په ډېرې خواشینۍ سره مې خبر ترلاسه کړ چې وسله‌والو کسانو د دایکنډي – غور پر لویه لار زموږ ۱۴ بې‌ګناه هېوادوال په ډېر بې‌رحمانه ډول په ډزو وژلي، زه دغه پېښه غندم او وژل شوو کسانو ته د مغرفت او کورنیو ته یې د صبر غوښتنه کوم.»

د ځايي سرچینو د معلوماتو له مخې، پرون له غرمې وروسته غور ولایت ته نږدې د دایکنډي په پالوسنګ سیمه کې څلورو وسله‌والو موټرسایکل‌سپرو ۱۴ کسان په ډزو وژلي او څلور نور یې ټپیان کړي دي.

د سیمې یوه اوسېدونکي د نوم نه اخیستو په شرط پژواک خبري اژانس ته وویل: «تېره ورځ ۱۸ کسان چې غوښتل یې د خپلو هغو مسافرو ښه راغلاست ته ورشي چې تازه د کربلا له زیارته راستانه شوي وو، د دایکنډي او غور ولایت په صفري نقطه کې د پالوسنګ درې سیمه کې د څلورو وسله‌والو موټرسایکل‌سپرو له لوري د عکس او ویډيو اخیستو په بهانه ودرول شول، دوو کسانو یې عکسونه اخیستل او دوو نورو ورباندې ډزې وکړې.»

د خپاره شوي نوملړ له مخې، په دې پېښه کې ۱۴ کسان وژل شوي او څلور نور ټپیان شوي دي.

که څه هم حکومتي مسوولینو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي خو کورنیو چارو وزارت یوه خصوصي ټلوېزیون ته تایید کړې او د اوښتې مرګ‌ژوبلې په اړه یې څه نه دي ویلي.

داعش وسله‌والې ډلې د یوې ویډيو په خپرولو د دې پېښې مسوولیت پر غاړه اخیستی دی.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.