نیلي (پژواک، ۲۳ وږی ۱۴۰۳): د دایکنډي امنیه قومانداني وايي، د دغه ولایت د شهرستان ولسوالۍ په سیاهبغندي سیمه کې د یوه ټونس موټر چپه کېدو پېښه کې یوه ښځه مړه او اته نور کسان ټپيان شوي دي.
د دایکنډي امنیې قوماندانۍ ویاند غلامعلي جاوېد وايي، پرون وروسته له غرمې یو ټونس موټر د دغه ولایت له مرکز نیلي څخه د شهرستان ولسوالۍ ورس سیمې ته پر لاره و چې د دې ولسوالۍ په سیاهبغندۍ سیمه کې له سړکه وتلی او چپه شوی دی.
هغه زیاته کړې، په دې پېښه کې یوه مېرمن مړه شوې او اته نور کسان ټپیان دي.
سرچینې د نورو جزئیاتو له ورکولو پرته د یادې پېښې لامل د موټر تخنیکي عوارض بللی دی.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن