ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د مخابراتي خدماتو کمښت؛ د اروزګان خلک د یوې ټیلیفوني اړیکې لپاره ساعتونه مزل کوي

د مخابراتي خدماتو کمښت؛ د اروزګان خلک د یوې ټیلیفوني اړیکې لپاره ساعتونه مزل کوي

author avatar
14 Sep 2024 - 18:28
د مخابراتي خدماتو کمښت؛ د اروزګان خلک د یوې ټیلیفوني اړیکې لپاره ساعتونه مزل کوي
author avatar
14 Sep 2024 - 18:28

ترینکوټ (پژواک، ۲۴ وږی ۱۴۰۳): د اروزګان د یو شمېر ولسوالیو او لرې پرتو سیمو اوسېدونکي شکایت کوي چې لا هم په خپلو سیمو کې مخابراتي خدماتو ته لاسرسی نه لري‎ او د یوې ټیلیفوني اړیکې لپاره اړ دي ساعتونه مزل وکړي.

اروزګان ولایت شپږ ولسوالۍ لري چې خاص اروزګان، چنارتو، ګېزاب او چوره ولسوالۍ یې له مرکز ترینکوټ سره په څه باندې سل کیلومترۍ کې پرتې دي.

د دې ولسوالیو د لرو پرتو سیمو یو شمېر اوسېدونکي وایي، لا هم په سیمو کې یې مخابراتي خدمات نه دي پيل شوي او د یوې ټیلیفوني اړیکې لپاره اړ دي ساعتونه مزل وکړي.

د ګېزاب ولسوالۍ د درې سیمې یو اوسېدونکی احسان‌الله وایي: «مونږ چې کله غواړو کوم چا ته زنګ ووهو، نو د ګېزاب مرکز نیک‌اباد ته ځو او یا هم هلته یوه لوړ غره ته پورته کېږو، یو ساعت مزل ورته کوو.»

دغه راز، د خاص اروزګان ولسوالۍ د سیرو سیمې یو تن اوسېدونکی محمدرفیق وايي، د دوی ولسوالۍ لپاره یوازې په مرکز کې د مخابراتي شبکو انتنونه لګېدلي چې تر یوې محدودې سیمې پورې کار کوي.

هغه وویل: «مونږ د خپلو بامونو پر سر د کمکي انتنونو په نوم یوه اله نصب کړې، دا اله بیا د ولسوالي له انتونو څخه سیګنالونه راکشوي، خو کار یې سم نه دی، ډېر غټ مشکل سره مخ یو.»

ورته مهال، د چورې او چنارتو ولسوالیو اوسېدونکي هم د مخابراتي خدمتونو د کمښت شکایت کوي او زیاتوي چې له امله یې د دوی ورځنۍ چارې له ځنډ او خنډ سره مخ دي.

د چنارتو ولسوالۍ د مرکز اوسېدونکی نقیب‌الله وايي، د ولسوالي بازار کې لګېدلي انتونونه دومره کمزوري دي چې هلته په نږدې سیمو کې یې یوه اړیکه هم په اساني نه ټینګېږي.

هغوی له اسلامي امارته غواړي چې سیمو ته یې مخابراتي خدمات وغځوي.

په همدې حال کې د اروزګان ځایي مسوولین هم د خلکو ستونزې مني او زیاتوي چې هڅه کوي ډېر ژر به په دې برخه کې اقدام وکړي.

د دغه ولایت ویاند ملا اغاولي انعام پژواک خبري اژانس ته وویل، تېر کال د دغه ولایت په مرکز او ولسوالیو کې پنځوس مخابراتي انتنونه نصب او فعال شوي دي.

هغه وویل: «په پلان کې لرو چې ډېر ژر د ټول ولایت په کچه ۶۴ نوي مخابراتي انتونونه فعال کړو.»

د یادونې ده، د اروزګان ولایت د لرو پرتو ولسواليو اوسېدونکو له دې وړاندې هم د پوهنې، روغتیا، کرنې او مالدارۍ او یو شمېر نورو برخو کې د اسانتیاوو له کمښت شکایتونه کړي دي.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.