بامیان (پژواک، ۲۴ وږی ۱۴۰۳): بامیان کې یو شمېر سوداګرې ښځې سیمهییزو تولیداتو ته د پلور بازار له نشتوالي او د اړوندو بنسټونو له نه ملاتړه شکایت کوي او په دې برخه کې د حکومته پاملرنه غواړي.
بامیان کې یوې سوداګرې ښځې امنې اکبري پژواک خبري اژانس ته وویل چې سیمهییز تولیدات او لاسي صنایع یې د پلورمناسب بازار نهلري.
هغه چې څه باندې څلور کاله کېږي په بامیان ښار کې د لاسي صنایعو پلورنځی لري، د سیمهییزو تولیدات د پلور بازار له نشتوالي شکایت لري او وایي، په دغه ولایت کې د لاسي صنایعو د تولید او پلور بازار مخ په پیکه کېدو دی.
امنې وویل: «محلی تولیدات نه د سیمې د اوسېدونکو لپاره جاذبیت لري او نه هم اقتصادي توانمندي شته چې له جوړو شوو توکو استفاده وکړي او ترڅو چې لاسي صنایعو ته په بهرنیو هېوادونو او د افغانستان په نورو ولایتونو کې بازار پیدا نهشي، په بامیان کې به هېڅکله د دغه صنعت په وضعیت کې بدلون رانهشي.»
په دغه ولایت کې د «ضحاک لاسي صنایع بنسټ» مسوولې سلما احمدي هم د ښځو د لاسي صنایعو د پلور بازار له پیکه کېدو شکایت کوي او وايي، د سیلکرۍ صنعت د محلي تولیداتو په پلور کې بنسټیز رول لري.
د هغې په خبره، د ښځو پرمخ د بند امیر له بندېدو سره بامیان ته د هېواد له نورو ولایتونو د ورتلونکو ګرځندویانو لېوالتیا کمه شوې او دې چارې د لاسي صنایعو پر پلور هم منفي اغېز کړی دی.
هغې زیاته کړه چې تېرو کلونو کې یې د لاسي صنایعو د پلور له درکه د میاشتې له ۲۵ تر ۳۵ زره افغانۍ ترلاسه کولې، په داسې حال کې چې دغه عواید اوس د میاشتې ۱۰ تر ۱۵ زره افغانیو ته راټیټ شوي دي.
هغه وایي: «مخکې په مرکز او ولسوالیو کې یوازې له ما سره شاوخوا ۳۰۰ ښځو د لاسي صنایعو لکه هزارهګي جامو او ګرافګنډلو، نیمڅي جوړولو، ټغر او د نیمڅي بوټانو جوړولو، لاسي بیکونو، خولیو، واسکټونو او ټکریو کنډلو برخو کې کار کاوه او له دې لارې یې خپل لګښتونه پوره کول، خو اوس د پلور بازار نشتوالي له امله بېکاره شوې دي.»
احمدي د بامیان له سیمهییزو مسوولینو او اړوندو بنسټونو وغوښتل څو په نورو ولایتونو او بهرنیو هېوادونو کې د دغه ولایت سیمهییزو تولیداتو ته د پلوړر بازار پیدا کړي.
دغهراز، د اقتصادي چارو کارپوهان سیمهییز تولیدات د سیمې اوسېدونکو د اقتصاد په ښه کېدو کې مهم بولي.
د اقتصادي چارو کارپوه اکبر فیضي وایي، دا چې بامیان یو صنعتي ولایت نهدی او له سوداګرۍ او ترانزیټه هم لرې دی، نو دغه ولایت کې یوازې د سیلګرۍ صنعت د ودې وړ دی.
د هغه په خبره، د سیلکرۍ خدماتو په برابرېدو، د مواصلاتي لارو په بیارغېدو او د زیربناوو په جوړېدو سره د ګرځندویۍ صعنتي کېدو زمینه برابریږي او له دې لارې به ډېر عواید تر لاسه شي او د ګرځندویۍ صنعت په وده سره به د ښځو لاسي صنایع د ګرځندویانو د پام وړ ورګرځي.
فیضي د دې موضوع اهمیت ته په اشارې له ځایي مسوولینو وغوښتل چې د نندارتونونو په جوړولو، د سیمهییزو تولیداتو د پلور بازار جوړولو، د هېواد په کچه د بامیان د لاسي صنایعو په معرفي کولوو سره د لاسي صنایعو د پلور زمینه برابره او د دې برخې له کارباریانو ملاتړ وکړي.
دا په داسې حال کې ده چې له دې مخکې د بامیان د صنعت او سوداګرۍ رییس مولوي نورزي امینزاده پژواک ته ویلي و چې په دغه ولایت کې د لاسي صنایعو څه باندې ۲۰ بنسټونه او لسګونه نورې ښځې په فردي ډول د سیمهییزو تولیداتو د پلور برخه کې فعالیت کوي چې له دې لارې په مستقیم او غیر مستقیم ډول د ډېرو کورنیو لګښتونه برابریږي.
د هغه په خبره، د بامیان د صنعت او سوداګرۍ ریاست له سوداکرو ښځو د ملاتړ په موخه د جواز اسانه اخیستو، هغوی ته د نندارتونو جوړولو او له بهرنیو موسسو سره د همغږي رامنځته کولو استانتیاوې برابرې کړې دي.
دغهراز، د بامیان د صنعت او سوداګرۍ رییس وايي چې په نږدې راتلوونکې کې به د نندارتونونو په جوړولو او کورنیو او بهرنیو ګرځندویانو ته د دغه ولایت د سیمهییزو تولیداتو د پلور بازار معرفي کولو برخه کې هڅه وکړي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP