Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

لوګر کې ۸۰۰ بې‌وزله ښځو ته د چرګانو فارمونه جوړل شول

پل‌علم (پژواک، ۲۴ وږی ۱۴۰۳): د لوګر کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست وایي چې د دغه ولایت په مرکز پل‌علم او بره‌کي‌برک ولسوالۍ کې ۸۰۰ بې‌وزله ښځو ته د چرګانو واړه فارمونه جوړ شول.

د دغه ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رييس مولوي عبدالروف سعید په دې جوړې شوې غونډې ته وویل، د چرګانو دغه فارمونه د افغانستان لپاره د کلیو بیارغولو مؤسسې (RRAA) له لوري د شاوخوا ۱۸ میلیون افغانیو په لګښت په مرکز پل‌علم او بره‌کي‌برک ولسوالیو کې اته سوه بې‌وزله مېرمنو ته جوړ شوي دي.

نوموړي زیاته کړه، له یادې مرستې څخه موخه د بې‌وزله ښځو لاس‌نیوی او د چرګانو ساتنې صنعت ته وده ورکول دي.

هغه وویل: «هرې بې‌وزله کورنۍ ته ۳۰ د هګیو چرګې، ۱۵۰ کیلوګرامه د چرګانو خوراکه، یوه دانه دروازه، یوه دانه کړکۍ، ۳ دانې د خوړو لوښي او یو شمیر نور اړین وسایل ووېشل شول.»

همدارنګه، د لوګر مرستیال والي مولوي محمدانور دین‌پرور وویل، کورنۍ او نړۍوالې موسسې باید د دغه ولایت په مرکز او ولسوالیو کې د پوهنې، کرنې، اوبو لګولو، مالدارۍ او بڼوالۍ برخو کې جلا جلا پروژې عملي کړي.

دغه راز، لوګر کې د یوې بې‌وزله کورنۍ مشر صدیق‌الله پژواک ته وویل، خوښ دی چې د کرنې او مالدارۍ ریاست له لوري له بې‌وزله مېرمنو سره د چرګانو مرسته وشوه.

هغه زیاته کړه، اړتیا ده چې ورته مرستې د دغه ولایت په لرو پرتو ولسوالیو کې هم له بې‌وزله ښځو سره وشي.

باید وویل شي چې له دې مخکې هم د ملګرو ملتونو د کرنې او خوړو نړۍوالې ادارې (FAO) له لوري له سلګونه اړو او بې‌وزله مېرمنو سره ورته مرستې شوې دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.