ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

بغلان کې د غېږنیونې سیالۍ ترسره شوې

بغلان کې د غېږنیونې سیالۍ ترسره شوې

author avatar
15 Sep 2024 - 15:12
بغلان کې د غېږنیونې سیالۍ ترسره شوې
author avatar
15 Sep 2024 - 15:12

پلخمري (پژواک، ۲۵ وږی ۱۴۰۳): بغلان کې ورزشي مسوولین وایي، د دغه ولایت په مرکز پلخمري کې د ۱۳۰ پهلوانانو ترمنځ د غېږنیونې سیالۍ ترسره شوې.

د بغلان د بدني روزنې او ورزش امر قاري امیرمحمد امیري پژواک خبري اژانس ته وویل، د دغه ولایت د کورش (غېږ نیولو)  له فدراسیون سره په همغږۍ یې د بغلان د ټولو ولسوالیو ۱۳۰ لوبغاړو ترمنځ د غېږنیونې یو ورځنۍ سیالۍ جوړې کړې.

هغه وايي، دغه سیالۍ د هېواد په کچه د غېږنیونې سیالیو ته چې راتلونکې میاشت به په بلخ کې ترسره شي، د بغلان ۱۲ کسیزې  لوبډلې ته د غوره پهلوانانو غوراوي لپاره ترسره شوې.

ورته مهال، له بورکې ولسوالۍ راغلي یوه لوبغاړي احمدجاوېد پژواک ته وویل، غېږ نیول یې خوښېږي،  ځکه یې په دې سیالیو کې ګډون وکړ.

دی وايي، څلور میدانه یې بایللي او خپل لس سیال لوبغاړي یې څملولي هم دي، که مالي ملاتړ یې وشي، په افغان ځوانانو کې دسترو سیالیو ګټلو وړتیا شته.

خو ده زیاته کړه: «بدبختانه له اقتصادي اړخه دومره کمزوري یو چې ان په ولسوالیو کې د لوبو ترسره کولو  لپاره ځای  نه لرو.»

بل لوبغاړی شېرمحمد وایي، ورزش  یې له وړکتوبه خوښېږي او غېږ نیول یې تر نورو لوبو ډېر خوښېده چې له تېرو څو کلونو راهیسې یې سیالۍ ترسره کوي.

دی هم د لوبغالي له نشتوالي شکایت لري او زیاتوي، د ځوانانو اقتصادي وضعیت ښه نه دی، دې سیالۍ ته هم په خپل شخصي لګښت راغلی، که مالي ملاتړ یې وشي غواړي مخې ته ولاړ شي او د هېواد دننه  او بهر سیالیو کې ګډون وکړي.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.