ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د غزني په حوزوي روغتون کې د زېړي ناروغۍ د تشخیص مرکز پرانیستل شو

د غزني په حوزوي روغتون کې د زېړي ناروغۍ د تشخیص مرکز پرانیستل شو

غزني‌ښار (پژواک، ۲۵ وږی ۱۴۰۳): د غزني ولایت په حوزوي روغتون کې د څلور سوه زره امریکايي ډالرو په لګښت د تور او زېر زېړي د تشخیص مرکز جوړ او پرانیستل شو.

د اړوندې موضوع په اړه جوړ شوو مراسمو ته د غزني عامې روغتیا رييس ډاکټر محمدزرک ځیرک وویل چې دغه مرکز د روغتیا نړۍوال سازمان د څلور سوه زره امریکايي ډالرو په لګښت جوړ شوی دی.

ده وویل چې دغه مرکز ته به پر تور (HBV) او زېړ (HCV) زېړي اخته ناروغان مراجعه کوي او دلته به یې تشخیص کېږي.

هغه زیاته کړه چې د دغه مرکز د مخته بیولو لپاره څو تنه ډاکټران له هېواده بهر روزل شوي څو په ښه توګه خلکو ته خدمات وړاندې کړي.

دغه راز په دې مراسمو کې د غزني والي حافظ امین جان عمري وویل چې د دغه روغتيايي مرکز په جوړېدو سره د دې برخې ناروغانو ته د ناروغۍ د تشخیص ډېرې اسانتیاوې رامنځته شوې.

هغه پر ډاکټرانو ټینګار وکړ چې خلکو ته له امکاناتو سره سم ښه او مناسب خدمات وړاندې کړي.

همدارنګه د غزني حوزوي روغتون یوه ډاکټر حقمل پژواک ته وویل، د دغه مرکز لابراتور په معیاري ډول جوړ شوی چې عصري وسایل او ماشینونه لري.

هغه زیاته کړه: «په دې مرکز به اوس هغه مرضونه تشخصېږي چې مخکې ورپسې د غزني خلک کابل او یا نورو ملکونو ته تلل.»

د یادونې ده، له دې مخکې د غزني په حوزوي روغتون کې د تور او زیړ زېړي د تشخیص امکانات نه وو.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.