د تېر میلادي کال ۱۱ میاشتو کې په هېواد کې د زېړي ناروغۍ له امله ۱۴۰ کسان مړه شوي
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي چې د تېر ۲۰۲۴ میلادي کال په ۱۱ میاشتو کې د هېواد په کچه روغتیايي مرکزونو کې د زېړي ناروغۍ ۱۴ زره او ۷۰۰ شکمنې پېښې ثبت شوې چې له امله یې ۱۴۰ کسان مړه شوي دي.



