Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

کابل ښار کې دوه فرعي سړکونه جوړ شول

کابل (پژواک، ۲۶ وږی ۱۴۰۳): د کابل ښار په نولسمه ناحیه کې د ۱۴،۴ میلیونه افغانیو په لګښت د دوو فرعي سړکونو جوړولو چارې بشپړې شوې.

د کابل ښاروالۍ نن پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې د ښاریانو پر وړاندې د شته ترانسپورټي ستونزو د حل په موخه، د نولسمې ناحیې اړوند د ۱۳م او ۱۴م ګذر په کټه‌خېلو سیمه کې د دوو فرعي سړکونو د جوړولو چارې بشپړې شوې.

سرچینه زیاتوي، د ۱۳م ګذر  سړک چې ۸۰۰ متره اوږدوالی او پنځه متره سور لري او د ۱۴م ګذر سړک چې ۴۷۴ متره اوږدوالی او پنځه متره سور لري، د لښتیو او ۱۲۸ متره په اوږدوالي یوه استنادي دېوال په ګډون یې چارې د کابل ښاروالۍ له خوا او د ملګرو ملتونو د پروژوي خدمتونو د دفتر په مرسته بشپړې شوې.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، د یادو دوو فرعي سړکونو پر جوړېدو ۱۴،۴ میلیون افغانۍ لګښت راغلی دی.

سرچينې دغه‌راز زیاته کړې چې په راتلونکي کې به هم ورته نورې پروژې د دغې ناحیې په اړوند سیمو کې پلې شي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.