ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پروان کې وروستیو سېلابونو سخت مالي زیانونه اړولي

پروان کې وروستیو سېلابونو سخت مالي زیانونه اړولي

author avatar
16 Sep 2024 - 16:43
پروان کې وروستیو سېلابونو سخت مالي زیانونه اړولي
author avatar
16 Sep 2024 - 16:43

چاریکار (پژواک، ۲۶ وږی ۱۴۰۳): پروان کې د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې او چمتووالي ریاست وايي، په دغه ولایت کې د وروستیو سېلابونو له امله ۴۰ استوګنیز کورونه، ۶۵۶ جریب کرنیزه ځمکه، یو کیلومتر سړک او پنځه سربندونه او کانالونه ویجاړ شوي دي.

د پروان د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې او چمتووالي رییس مولوي عبدالعلیم افضلي پژواک خبري اژانس ته وویل: «لومړني ارقام ښيي چې د سېلابونو راوتلو له امله ۴۰ د استوګنې کورونه، دوه دوکانونه، یو کیلومتر سړک، ۵ سربندونه او کانالونه، دوه پلچکونه، ۶۵۶ جریبه کرنیزه ځمکه او ۵۰۰ میوه لرونکي او بې‌میوې نیالګي په جزیي توګه ویجاړ شوي او ۵ څاوري هم تلف شوي دي.»

هغه زیاته کړه چې د یادې ادارې تخنیکي پلاوی شینوارې، بګرام، ګلبهار، جبل‌السراج ولسوالیو او د سالنګ ولسوالۍ کوکلامي درې او د پروان مرکز ته لېږل شوي او معلومه کړې یې ده چې سېلابونو د یادو سیمو اوسېدونکو ته زیان اړولی دی.

د پروان د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې او چمتووالي رییس ټینګار وکړ چې د سروې په بشپړېدو سره به زیانمنو سره مرستې وشي.

د ویلو ده چې یاد سېلابونه پرون (یک‌شنبه) له غرمې وروسته د پروان په مرکز او ولسوالیو کې راوتلي دي.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.