پلخمري (پژواک، ۲۷ وږی ۱۴۰۳): بغلان ولایت کې د پلخمري نساجي فابریکې مسوولین وايي، یاده فابریکې یې له اوږده ځنډ وروسته یو ځل بیا فعاله او د هر ډول رنګه ټوکر تولید ته چمتو کړې ده چې په نږدې راتلونکې کې به په رسمي ډول تولیدات پیل کړي.
په بغلان ولایت کې د پلخمري نساجي فابریکه چې د مخکني حکومت پر مهال یې چارې ځنډول شوې وې، یو ځل بیا د اسلامي امارت له لوري فعاله او د هر ډول رنګه ټوکر (رخت) تولید ته چمتو شوې ده.
د یادې فابریکې د تخنیکي چارو مسوول عبدالمتین حنفي پژواک خبري اژانس ته وویل: «د پلخمري نساجي فابریکې د رختونو د تولید یو شمېر ماشینونه له پخوا څخه اوس ډېر د مارکېټ د تقاضا وړ، د لوړ کیفیت او معیاري رخت تولید ته چمتو شوي، ترڅنګ یې د رنګامیزۍ برخه چې په دغه فابریکه کې یې شتون نه درلود، هم فعاله شوې او ژر به د یوې رسمي پرانیستغونډې په ترڅ کې تولید پیل کړو.»
هغه زیاته کړه، له دې مخکې د فابریکې ماشینونو په ۸۰ سانتي متره سور کې یوازې د سپین سان رخت تولیدوو، خو له دې وروسته به په ۱۲۰ سانتي متره سور کې د سپین سان تولید ترڅنګ په لوړ کیفیت د هر رنګ رخت د تولید توان ولري او زیاتوي چې د عامو رختونو سربېره به د اسلامي امارت د ځواکونو د یونیفرم لپاره ځانګړی رخت هم تولید کړي.
ورته مهال، د دې فابریکې هغه پخواني کارکوونکي چې له اوږده ځند وروسته بېرته پر دندو ګومارل شوي، وایي، د پلخمري د نساجي فابریکې بیا فعالېدو ته یې هیڅ تمه نه درلوده.
د هغوی له ډلې یو هم ۷۵ کلن سید مسعود دی چې وايي: «په ۱۳۸۲ کال کې له دې فابریکې په تقاعد کېدو او له هغه وروسته د فابریکې په سقوط سخت خپه وم، خو اوس یې په بیارغولو او فعالیت ډېر خوشاله یم.»
دغه راز، یو تن تازه ګومارل شوی کارکوونکی پایندهمحمد وايي، که په دې فابریکه کې ورته د کار کولو فرصت نه وای ورکړل شوی، اړ و چې د کار لپاره ایران ته لاړ شي.
همدارنګه د پلخمري د نساجي فابریکې د بیارغونې چارو اداري مسوول فرشید وايي، اوسمهال په دغه فابریکه کې ۱۶۰ کسان کار کوي چې د فابریکې له فعالېدو سره سم به په لومړي قدم کې زرو کسانو ته د کار زمینه برابره شي.
د یادونې ده چې د پلخمري نساجي فابریکه په ۱۳۱۵ لمریز کال کې جوړه شوې چې د درې زره کارکوونکو په لرلو سره یې تر ۱۳۵۸ لمریز کال پورې په عادي ډول فعالیت درلود خو د کورنیو جګړو له امله یې فعالیت تر ۱۳۸۲ لمریز کال پوري په ټکني ډول روان و چې بالاخره په ۱۳۹۶ لمریز کال کې د مخکني حکومت له لوري د یوې پرېکړې له مخې یې فعالیت وځنډول شو.
د دې فابریکې د بیارغونې چارې د تېر کال په وري میاشت کې د اسلامي امارت له لوري پیل شوې چې د مسوولینو په خبره ډېر ژر به رسماً پرانیستل شي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP