میدانښار (پژواک، ۲۷ وږی ۱۴۰۳): د میدانوردګو ولایت په جلرېز ولسوالۍ کې له پخوا پاتې یوې مرمۍ چاودنې دوه ماشومان وژلي دي.
د میدان وردګو امنیې قوماندانۍ ویاند محمدیوسف اسرار پژواک خبري اژانس ته وویل چې تېره شپه د جلرېز ولسوالۍ په سنګلاخ دره کې پر دوو ماشومانو یوې زړه مرمۍ چاودنه کړې ده.
هغه زیاته کړه: «پېښه داسې مهال شوې چې دوو ماشومانو یوه ناچاوده مرمۍ پیدا کړې او ساعتتېري یې پرې کوله چې وروسته یې چاودنه کړې او دواړه ماشومان ځای پر ځای وژل شوي دي.»
د هغه په خبره چې د مرمۍ په اړه تر اوسه معلومات نشته چې څه ډول او له کوم وخته پاتې وه.
د یادونې ده، له دې مخکې هم په یو شمېر ولایتونو کې په ورته پېښو کې ماشومانو ته مرګژوبله اوښتې ده.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن