Language

بغلان کې د ترافیکي پېښې له امله لسو کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې

پلخمري (پژواک، ۲۸ وږی ۱۴۰۳): د بغلان په خنجان ولسوالۍ کې د یوه سراچه ډوله موټر چپه‌کېدو له امله یوه ښځه او یو ماشوم مړه شوي او اته تنه نور ټپیان شوي دي.

د بغلان ولایت د امنیې قوماندانۍ له مطبوعاتي دفتره پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، نن له غرمې وروسته د خنجان ولسوالۍ اړوند ګره‌ګېل سیمه کې د یوه سراچه موټر چپه کېدو پېښه کې یوه ښځه او یو ماشوم مړه شوي او د درېیو ښځو او درې ماشومانو په ګډون اته تنه نور ټپیان شوي دي.

سرچینې ویلي، یاده پېښه له عمومي سړکه د موټر د اوښتو له امله رامنځته شوې ده.

د یادونې ده چې همدا تېره اونۍ دغه ولایت کې د یوه باروړونکي موټر چپه‌کېدو پېښه کې هم درېیو کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې وه.

Related Topics