Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

پکتیا کې د یوه عیدګاه جومات د جوړولو چارې پيل شوې

ګردېز (پژواک، ۲۸ وږی ۱۴۰۳): د پکتیا ولایت په مرکز ګردېز کې د ۳،۵ میلیونه امریکايي ډالرو په لګښت د یوه عیدګاه جومات جوړولو چارې پيل شوې.

دغه جومات د ګردېز ښار د بلند منزلو سیمه کې جوړېږي.

په دې اړه جوړو شوو مراسمو ته د کورنیو چارو وزارت سرپرست وزیر سراج‌الدین حقاني وویل چې دغه جومات د ۳،۵ میلیونه امریکايي ډالرو په لګښت جوړېږي او په یو وخت کې به د لس زره لمونځ‌کوونکو د ځایېدو وړتیا ولري.

هغه وویل، د دغه جومات لګښت د ده او ځینو خیریه بنسټونو له خوا ورکول کېږي چې د جوړېدو چارې به یې د درېيو کلونو په موده کې بشپړې شي.

حقاني له سوداګرو غوښتنه وکړه چې د دغه عیدګاه جومات د جوړېدو برخه کې دي مالي مرسته وکړي.

نوموړي وويل: «په اوس وخت کې د خلکو اميدونه زيات شوي چې د بيارغونې کارونه روان دي، خو د پکتيا زون ته توجه نه ده شوې، نو موږ په ګډه فيصله وکړه چې لومړی بايد د جومات کارونه پيل کړو ور پسې به نور د بيارغونې کارونه وکړو.»

بل لورته د ګردېز خلک د دغه جومات جوړېدو ته خوښ دي.

د ګردېز ښار يوه اوسېدونکي امين‌الله پژواک ته وويل چې له دې مخکې په مرکز ګردېز کې د زياتو لمونځ‌کوونکو د راټوليدو لپاره جومات نه و.

هغه وايي، د دغه جومات جوړېدو ته ځکه خوښ دی د ډېرو لمونځ‌کوونکو د ځایېدو وړتیا لري.

دغه راز، د ګردېز ښار يوه بل اوسېدونکي محمدشاه فضلي پژواک ته وويل چې د ياد جومات جوړېدو سره به لمونځ‌کوونکو ته ګڼې اسانتياوې رامنځته شي.

هغه ټینګار وکړ چې د جومات د جوړېدو چارې دې پر خپل وخت ترسره شي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.