Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

اوتونبایوا: د دوحې ناسته له اسلامي امارت سره د هېوادونو د تعامل یو فرصت و

کابل (پژواک، ۲۹ وږی ۱۴۰۳): افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي استازې وايي، د دوحې ناستې هېوادونو لپاره یو فرصت برابر کړ چې په مستقیمه توګه له اسلامي امارت سره د اندېښنو په اړه تعامل ولري.

دغه څرګندونې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي استازې روزا اوتونبایوا د دغه سازمان د امنیت شورا ناسته کې کړې دي.

نوموړې ویلي چې دغه سازمان د اسلامي امارت استازي د دوحې درېیمې ناستې ته راوبلل او دې ناسته کې د بشري حقونو په ګډون ټول اړین مسایل مطرح شول.

هغې زیاته کړې: «دې ناستې نړۍوالو او غړو هېوادونو لپاره یو فرصت برابر کړ چې په مستقیمه توګه له چارواکو سره د شته اندېښنو په اړه تعامل ولري.»

نوموړې څرګنده کړې: «د کابل پلاوي د نړۍوالې ټولنې اندېښنې په روښانه ډول واورېدې او هغوی ته د ځواب ورکولو فرصت ورکړل شو.»

د یادونې ده چې د افغانستان په اړه د دوحې درېیمه ناسته د روان کال د چنګاښ په لسمه او یوولسمه نېټه د ا.ا ویاند ذبیح‌الله مجاهد په مشرۍ د افغانستان د یوه پلاوي، د ۳۰ هېوادونو او نړۍوالو بنسټونو د استازو په ګډون په قطر کې ترسره شوې وه.

د یادې ناستې ګډون‌والو د اقتصاد، د مخدره توکو پر وړاندې مبارزې، افغانستان کې مالي او بانکي سیسټم او د هغو خصوصي سکټور د ملاتړ په اړه چې د متشبثو مېرمنو ملاتړ کوي، خبرې کړې وې.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.