ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

«د غلام‌خان بندر لار د تېرې شپې نښتې له امله تړل شوې ده»

«د غلام‌خان بندر لار د تېرې شپې نښتې له امله تړل شوې ده»

author avatar
20 Sep 2024 - 11:19
«د غلام‌خان بندر لار د تېرې شپې نښتې له امله تړل شوې ده»
author avatar
20 Sep 2024 - 11:19

خوست‌ښار (پژواک، ۳۰ وږی ۱۴۰۳): ځايي سرچينې وايي چې د خوست په غلام‌خان بندر کې د تېرې شپې نښتې له امله يو موټر چلوونکی وژل شوی دی.

مسوولين وايي، نښته تېر ماښام شپږ بجې هغه وخت د پاکستاني لوري له خوا پيل شوه چې افغان ځواکونو ورسره له يو موټرچلوونکي سره د شوي ناوړه چلند په اړه لفظي شخړه وکړه.

د غلام‌خان کمیسار بهايي‌جان بلال پژواک خبري اژانس ته وويل، لومړۍ نښتې ۱۵ دقيقې دوام وکړ، خو وايي چې د شپې اته بجې يو وار بيا د پاکستاني لوري له خوا نښته پيل شوه چې د شپې تر دوو بجو پورې یې دوام درلود.

هغه وويل، په یاده نښته کې د دواړو لورو له خوا درنې وسلې هم کارېدلې.

نوموړي د مرګ‌ژوبلې په اړه څه ونه ويل، خو زياته یې کړه چې د نښتې له امله دغه لار د سوداګريزو توکو د لېږ رالېږد پر مخ تړلې ده.

بلخوا، ځايي اوسېدونکي بيا وايي چې د تېرې شپې د افغان او پاکستانو ځواکونو د نښتې له امله يو موټرچلوونکی وژل شوی دی.

د عابد په نوم يوه ‎ځايي اوسېدونکي پژواک ته وويل چې د تېرې شپې نښتې له امله له سيمې څخه سلګونه کورنۍ کډه شوې دي.

د خوست ولايت مقام مسوولينو يوازې د نښتې پخلی کړی، خو نور جزیيات يې نه دي ورکړي.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.