Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

حنفي: په خپل ټول توان د اقتصادي ودې او ځوانانو ته د فرصتونو برابرولو لپاره هڅه کوو

کابل (پژواک، ۳۰ وږی ۱۴۰۳): د ریاست‌الوزراء اداري مرستیال د ملګرو ملتونو سازمان د ځانګړي استازي له مرستیال سره په ليدنه کې ویلي، اسلامي امارت د اقتصادي ودې، ځوانانو ته د کاري فرصتونو برابرولو او په بېلابېلو سیمو کې د پرمختیایي پروژو پلي کولو برخو کې په خپل ټول توان هڅه کوي.

ارګ پر خپله اېکس‌پاڼه د یوې خبرپاڼې په خپرولو د ملګرو ملتونو له ځانګړي استازي اندریکا راتوته او مل پلاوي سره د ریاست‌الورزاء د اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د ليدنې خبر ورکړی دی.

حنفي په دې کتنه کې له ملګرو ملتونو او نورو مرستندویه بنسټونو غوښتي څو د لا زیاتو کاري فرصتونو برابرولو، بزګرانو ته د نشه‌یي توکو د بدیل کښت او د کډوالۍ د مخنیوي برخو کې له افغانستان سره مرسته وکړي.

هغه څرګنده کړې چې افغانستان د اقليمي بدلونونو له پلوه سخت زیانمن شوی او همکارۍ ته اړتیا لري.

په همدې حال کې، اندریکا راتوته هم په دې ليدنه کې ویلي چې ملګري ملتونه له افغانانو د مرستو د دوام غوښتنه کوي او اسلامي امارت هم باید مستحقو کسانو ته د دغو مرستو رسولو برخه کې همکاري وکړی.

هغه زیاته کړې چې دغه سازمان د روغتیا، ښوونې روزنې، د خوړو خوندیتوب، د خصوصي بانکداري سیسټم پیاوړتیا، له خصوصي سکټوره د ملاتړ، کرنې، د چاپېریال ساتنې او د اقليمي بدلونونو پر وړاندې د مبارزې برخو کې ګڼ پروګرامونه لري.

د هغه په وینا، د دغو پروګرامونو عملي کولو کې د اسلامي امارت هر اړخیزې مرستې ته اړتیا لري.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.