Language

خیبر پښتونخوا کې لاریون‌کوونکي: حکومت دې شپږ زره بې‌روزګاره ډاکټرانو ته دندې ورکړي

کابل (پژواک، ۳۰ وږی ۱۴۰۳): د خیبر پښتونخوا د ځوانو ډاکټرانو سازمان مشرانو او غړو د یوه لاریون په ترڅ کې له حکومته وغوښتل چې شاوخوا شپږ زره بې‌روزګاره ډاکټرانو ته دې دندې ورکړي.

د مشال راډیو د راپور له مخې، سلګونو دغو لاریون‌کوونکو تېره ورځ په پېښور کې د څو ساعتونو لپاره د خیبر لار هم د ترافیکو پر مخ بنده کړې وه.

سرچینې لیکلي چې د خیبر پښتونخوا د ځوانو ډاکټرانو سازمان له حکومته وغوښتل چې هغو شاوخوا شپږ زره ځوانو ډاکټرانو ته دې په خیبر پښتونخوا کې دندې ورکړي، چې اوس‌مهال بې‌روزګاره دي.

د سرچینې په خبره، د دغه سازمان مشرانو او غړو په پېښور کې د صوبايي اسمبلۍ ودانۍ مخې ته لاریون وکړ او احتجاج یې له اړوندو حکومتي مسوولینو سره له لیدنې او خبرو وروسته پای ته ورساوه.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.