ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ایران کې د ډبرو سکرو یوه کان کې چاودنې لږ تر لږه ۵۲ کسان وژلي

ایران کې د ډبرو سکرو یوه کان کې چاودنې لږ تر لږه ۵۲ کسان وژلي

author avatar
22 Sep 2024 - 16:24
ایران کې د ډبرو سکرو یوه کان کې چاودنې لږ تر لږه ۵۲ کسان وژلي
author avatar
22 Sep 2024 - 16:24

کابل (پژواک، د تلې لومړۍ نېټه ۱۴۰۳): د ایران د خراسان ولایت د ډبرو سکرو یوه کان کې چاودنې  لږ تر لږه ۵۲ کارګران وژلي او ۲۰ نور ټپیان شوي دي.

تسنیم اژانس راپور ورکړی چې یاده چاودنه پرون ناوخته (شنبه، د وږي ۳۱مه) د ایران د سوېلي خراسان اړوند په طبس سیمه کې د ډبرو سکرو په یوه کان کې شوې ده.

راپور کې زیاته شوې چې د پېښې ۲۰ ټپیان روغتونونو ته لېږدول شوي دي.

د ایران ځايي مسوولینو ویلي چې یاده چاودنه د «میتان ګاز د ناڅاپي ډېرېدو» له امله شوې او لږ تر لږه د دغه کان دوه بلاکه «سي» او «بي» یې  اغېزمن کړي دي.

د راپور له مخې، د پېښې پر مهال ۶۹ کارګران د ډبرو سکرو د دغه کان په «سي» او «بي» بلاکونو کې پر کار بوخت وو.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.