کابل (پژواک، ۳ تله ۱۴۰۳): د میدانوردګو ولایت اړوند په سیداباد ولسوالۍ کې دوو ترافيکي پېښو کې شپږ کسان ټپيان شوي دي.
د میدانوردګو امنيې قوماندانۍ وياند محمديوسف اسرار وايي، دغه ترافيکي پېښې تېره ورځ، د کابل – کندهار پر لویه لار د سیداباد ولسوالۍ په «لوړې» او «ډاګبغرۍ» سيمو کې رامنځته شوې دي چې له امله يې شپږ کسان ټپيان شوي دي.
هغه زیاتوي، ټپيان امنیتي ځواکونو او د سيمې خلکو نږدې روغتيايي مرکزونو ته لېږدولي دي.
د راپورونو له مخې، د وږي په ۳۱مه هم د یادې ولسوالۍ په ټوپ دښته کې د دوو موټرو د ټکر له امله ۱۱ کسان ټپيان شوي وو.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP