ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ننګرهار کې د ختیځ زون په کچه د یوه پرمختللي لابراتوار جوړولو چارې پيل شوې

ننګرهار کې د ختیځ زون په کچه د یوه پرمختللي لابراتوار جوړولو چارې پيل شوې

author avatar
24 Sep 2024 - 11:19
ننګرهار کې د ختیځ زون په کچه د یوه پرمختللي لابراتوار جوړولو چارې پيل شوې
author avatar
24 Sep 2024 - 11:19

جلال‌اباد (پژواک، ۳ تله ۱۴۰۳): ننګرهار کې د ملګرو ملتونو پرمختیايي ادارې د ۱،۲ میلیون امریکايي ډالرو په لګښت د یوه پرمختللي لابراتوار جوړولو چارې پيل شوې.

چارواکو د دغه لابراتوار د چارو پرانيسته کې وويل چې دغه لابراتوار به د ټول ختيځ زون خلکو لپاره خدمات وړاندې کوي.

دغه لابراتوار د ننګرهار د مرکز جلال‌اباد ښار شپږمه ناحیه کې د جوړېدونکي ۱۰۰۰ بستریز روغتیايي کمپلېکس برخه ده.

د ننګرهار د عامې روغتيا رييس مولوي امين‌الله شريف په دغه مناسبت جوړ شوو مراسمو کې وویل، دغه لابراتوار د ملګرو ملتونو پرمختیايي ادارې (UNDP) له خوا د يو ميليون او دوه سوه زره امريکايي ډالرو په لګښت جوړېږي.

هغه زیاته کړه چې دغه لابراتوار پر لس بسوې ځمکه د پنځو مياشتو په موده کې جوړيږي او د نهه سوه زره امريکايي ډالرو په مالي لګښت به ورته طبي وسايل وپېرل شي.

د ننګرهار مرستيال والي مولوي سعيداحمد بنوري وويل، هر کال هېوادوال ميليونونه ډالر په ګاونډيو هېوادونو کې پر درملنې لګوي خو دغه ډول پرمختللي سیسټمونه کولای شي ناروغان بهر ته د تګ له اړتیا خلاص کړي.

دغه راز، د عامې روغتيا وزارت د روغتيايي خدمتونو مرستیال مولوي عبدالولي حقاني وويل، دغه ډول لابراتوارونه د هېواد په څلورو زونونو کې جوړيږي او ډاډ يې وښود چې په دې سره به د هېوادوالو ډيرې روغتيايي ستونزې حل شي.

نوموړي ډاډ ورکړ چې د ننګرهار نفوس او اړتيا ته په کتو به د دغه ولايت روغتیايي برخې ته لازمه پاملرنه وشي.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.