غزني ښار (پژواک، ۳ تله ۱۴۰۳): د غزني ښاروالي وايي چې د دغه ولایت په مرکز کې د ۱۶ میلیون افغانیو په لګښت د دوو رغنیزو پروژو چارې پيل شوې.
د اړوندې موضوع په اړه جوړې شوې غونډې ته د غزني ښاروال مولوي محمدنبي حمزه وویل چې په دغو پروژو کې د غزني ښار په څلورم پلان سیمه کې په ۱۱۷۷۳ متره مربع ځمکه د یوه پارک او د «علي لالا» په سیمه کې د ۶۳۶ مترو په اوږدوالي د یوه استنادي دېوال جوړول شامل دي.
هغه زیاته کړه، د یادو پروژو پر جوړولو ۱۶ میلیونه افغانۍ لګښت راځي چې د ملګرو ملتونو د پروژوي خدمتونو دفتر له لوري ورکول کېږي.
ده وویل چې په دغو پروژو کې د ورځې ۲۰۰ کسانو ته د کار زمینه برابره شوې ده.
هغه زیاته کړه: «موږ ژمن یو چي ولس ته کار پیدا کړو، څو د خلکو اقتصاد قوي شي او موږ د ښاري خدماتو ترڅنګ د ښار ښکلا لپاره هم کار کوو.»
بل لورته، د غزني اوسېدونکي هم د دغو پروژو ترسره کېدو ته خوښ دي.
د څلورم پلان سیمې یوه قومي مشر جاوید احمد پژواک ته وویل چې د پارک جوړېدل یوه اړتیا ده او تر اوسه په دې سیمه کې پارک نه و.
هغه زیاته کړه: «د دغه پارک په جوړېدو سره به دا سیمه هم ښکلې شي.»
همدارنګه، د علي لالا سیمې یوه اوسېدونکي نقیب پژواک ته وویل چې د دوی په سیمه کې د یوه استنادي دېوال د جوړېدو چارې پيل شوې.
هغه وايي چې سېلابونه هر کال په دغه سیمه کې خلکو ته مالي زیانونه اړوي، خو د دغه دېوال په جوړېدو سره به یې مخه تر ډېره ونیول شي.
د غزني یو شمېر نورو اوسېدونکو بیا له حکومتي مسوولینو غوښتنه وکړه چې د دغه ولایت په نورو سیمو کې هم ورته پروژې پیل کړي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP