Language

د کرکټ یو ورځنیو لوبو نړۍواله درجه‌بندۍ کې راشد خان او رحمان‌الله ګربز مخکې شوي

کابل (پژواک، ۴ تله ۱۴۰۳): د کرکټ نړۍوالې شورا د یو ورځنیو لوبو په نړۍواله درجه‌بندۍ کې راشدخان د توپ‌اچونې برخه کې درېیم ځای خپل کړی او رحمان‌الله ګربز بیا په لسو غوره توپ‌وهونکو کې راغلی دی.

د کرکټ نړۍوالې شورا نن پر خپله فېسبوک‌پاڼه د یو ورځنیو لوبو نړۍواله درجه‌بندي خپره کړې ده.

په دې درجه‌بندي کې د توپ‌اچونې برخه کې راشدخان درېیم او رحمان‌الله ګربز بیا اتم ځایونه خپل کړي دي.

بلخوا، د افغانستان د کرکټ بورډ ویاند هم پر خپله فېسبوک‌پاڼه لیکلي چې د سوېلي افریقا پر وړاندې د افغان لوبډلې د یو ورځنیو سیالیو لوبلړۍ له ګټلو وروسته راشدخان د یو ورځنیو نړۍوالو لوبو توپ‌اچوونکو او رحمان‌الله ګربز د توپ‌وهونکو درجه‌بندۍ کې مخته تګ کړی.

login or register a new account.