فیضاباد (پژواک، ۴ تله ۱۴۰۳): بدخشان کې ځایي مسوولین وايي، د دغه ولایت د پوهنتون یو محصل کوکچه سیند کې د لامبو پر مهال ډوب شوی او ژوند یې له لاسه ورکړی دی.
د بدخشان د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د اطلاعاتو امر حکمتالله محمدي وايي، د ننګرهار یو اوسېدونکی چې د بدخشان پوهنتون د اقتصاد پوهنځي د لومړي کال محصل و، پرون مازیګر په داسې حال کې چې د فیضاباد ښار اړوند کوکچه سیند کې یې لامبو وهله، ډوب شوی او ژوند یې له لاسه ورکړی دی.
نوموړي زیاته کړه، د یاد ځوان مړی له اوبو راایستل شوی او خپل ټاټوبي ته لېږدول شوی دی.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP