ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پروان کې شاوخوا ۵۰۰ کسان پرې یوې ناپېژندل شوې ساري ناروغۍ اخته شوي

پروان کې شاوخوا ۵۰۰ کسان پرې یوې ناپېژندل شوې ساري ناروغۍ اخته شوي

author avatar
25 Sep 2024 - 09:36
پروان کې شاوخوا ۵۰۰ کسان پرې یوې ناپېژندل شوې ساري ناروغۍ اخته شوي
author avatar
25 Sep 2024 - 09:36

چاریکار (پژواک، ۴ تله ۱۴۰۳): د پروان ولایت د شینوارو ولسوالۍ په کفشان دره کې شاوخوا ۵۰۰ کسان پر یوې «ناپېژندل» شوې ساري ناروغۍ اخته شوي چې له امله یې دوه کسان مړه شوي هم دي.

د پروان ولایت مقام په دې اړه خبرپاڼه خپره کړې او د عامې روغتیا ریاست د مسوولینو له قوله پکې راغلي چې د دغه ولایت د شینوارو ولسوالۍ په کفشان دره کې یوه ناپېژندل شوې ساري ناروغي خپره شوې ده.

سرچینه کاږي چې دغه ناروغي په یاده سیمه کې په ډېره چټکۍ د خپرېدو په حال کې ده او تر اوسه ۵۰۰ کسان پرې اخته شوي چې د ۵۰ روغتیايي وضعیت شدید ښودل شوی او دوه کسان یې له امله مړه شوي دي.

خبرپاڼه کې راغلي، په دغې ناپېژندل شوې ساري ناروغۍ اخته کسان د بدن له کمزورتیا، د لاسونو او پښو له شدید درد، اسهال او سختې تبې شکایت کوي.

چارواکي وايي چې دغه ناروغي په یاده سیمه کې له څلورو ورځو راهیسې خپره شوې ده.

سرچینه زیاتوي چې د عامې روغتیا ریاست د مرستیال ډاکټر عبدالله افغانمل په مشرۍ پنځلس کسیز پلاوی سيمې ته تللی، هغه ناروغان چې د اندېښنې وړ وو، د پروان ملکي او د کابل انتاني روغتونونو ته لېږدولي دي.

د خبرپاڼې له مخې، د دغې ناروغۍ د تشخیص لپاره له اخته کسانو او د سیمې خلکو د څښاک اوبو بېلګې اخیستل شوې او د کابل لابراتوارونو ته لېږل شوې دي.

سرچينې لیکلي چې دغه موضوع د عامې روغتیا له وزارت سره هم شریکه شوې څو په دې برخه کې لازمې مرستې او اسانتیاوې برابرې کړي.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.