Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

ایران افغان انجنیرانو ته د معیاري کان‌کیندنې برخه کې د روزنې زمینه برابروي

کابل (پژواک، ۴ تله ۱۴۰۳): د کانونو او پټرولیم وزارت وايي چې ایرانیان به د معیاري کان‌کیندنې برخه کې د دغه وزارت انجنيرانو ته روزنیز تخصصي پروګرامونه جوړ کړي.

د کانونو او پټرولیم وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو د ایران حکومت له استازي احمدمحسني او د دغه هېواد د کانونو استخراج د شپږو شرکتونو له استازو سره د دغه وزارت د سرپرست ملا هدایت‌الله بدري له لیدنې خبر ورکړی دی.

یاد وزارت زیاته کړې چې دواړو خواوو د هېواد پر کاني سرچینو د پانګونې لپاره خبرې اترې کړې دي.

د خبرپاڼې له مخې، د شرکتونو استازو د خپلو شرکتونو د فعالیتونو په اړه معلومات ورکړي او د اوسپنې، ډبرو سکرو او نفتو پر کانونو یې پانګونې ته لېوالتیا ښودلې ده.

په خبرپاڼه کې راغلي، ایراني اړخ هم ژمنه وکړه چې د معیاري کان‌کیندنې برخه کې به د یاد وزارت انجنيرانو ته روزنیز تخصصي پروګرامونه برابر کړي.

بلخوا، د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د هېواد د کانونو برخه کې د هغوی له لېوالتیا هرکلی کړی او د خپلې همکارۍ ډاډ یې ورکړی دی.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.