Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

یونیسف: د روغتیایي خدمتونو لا ښه والي لپاره به له عامې روغتیا وزارت سره په ګډه کار وکړو

کابل (پژواک، ۴ تله ۱۴۰۳): د افغانستان لپاره د یونیسف سازمان مسوولین وایي چې د روغتیایي خدمتونو د لا ښه والي لپاره به د افغانستان د عامې روغتیا له وزارت سره په ګډه کار وکړي.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت تېره شپه پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې دد دغه وزارت سرپرست مولوي نورجلال جلالي په خپل کاري دفتر کې د افغانستان لپاره د یونیسف سازمان له مشر ډاکټر تاج‌الدین اویلا او مل پلاوي سره د روغتیایي سیسټم وضعیت او په هېواد کې د وړاندې کېدونکو روغتیایي خدمتونو د ښه والي په موخه لیدنه وکړه.

سرچینې زیاته کړې، په دې لیدنه کې مولوي نورجلال جلالي د هېواد ټولو وګړو ته د معیاري روغتیايي خدمتونو پر وړاندې کولو ټینګار وکړ.

همدارنګه نوموړي د روغتیايي مرکزونو د ښه تمویل او تجهیز اړوند لازمو سپارښتنو سربېره په روغتیايي مرکزونو کې د درملو د کمښت، د روغتیايي کارکوونکو د معاشونو پر مساوات او اعتدال، یو شمېر ولایتونو کې د روغتیايي خدمتونو په ښه والي او د تطبیق‌کوونکو موسسو له لوري د وړاندې کېدونکو روغتیايي خدمتونو د معیاري ارزونې په اړه خبرې وکړې.

د عامې روغتیا وزارت ویلي، د یونیسف سازمان د بېلابېلو برخو مسوولینو چې په یاده ناسته کې یې شتون درلود، د وړاندې کېدونکو خدمتونو او شته ستونزو د حل برخه کې د ترسره شوو چارو اړوند معلومات شریک کړل او ژمنه یې وکړه چې د روغتیايي خدمتونو د لا ښه‌والي لپاره به له عامې روغتیا وزارت سره په ګډه کار کوي.

دا په داسې حال کې ده چې د عامې روغتیا سرپرست وزیر مولوي نورجلال جلالي د روانې سپټمبر میاشې په ۱۸مه هم په خپل کاري دفتر کې له ایران هېواده راغلي پلاوي سره کتلي و او د افغانستان له روغتیايي سکټور سره یې د مرستې او همکارۍ په اړه خبرې کړې وې.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.