ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د اروپایي ټولنې ترڅنګ یو شمېر هېوادونو د اسرائیل او لبنان ترمنځ د بېړني اوربند غوښتنه کړې

د اروپایي ټولنې ترڅنګ یو شمېر هېوادونو د اسرائیل او لبنان ترمنځ د بېړني اوربند غوښتنه کړې

author avatar
26 Sep 2024 - 11:43
د اروپایي ټولنې ترڅنګ یو شمېر هېوادونو د اسرائیل او لبنان ترمنځ د بېړني اوربند غوښتنه کړې
author avatar
26 Sep 2024 - 11:43

کابل (پژواک، ۵ تله ۱۴۰۳): د امریکا، برېټانيا، فرانسې، سعودي عربستان او اروپایي ټولنې په ګډون ۱۲ هېوادونو په یوه ګډه اعلامیه کې د اسرائیل او لبنان ترمنځ د بېړني اوربند غوښتنه کړې ده.

د راپورونو له مخې، لبناني چارواکو ویلي، پر دغه هېواد د اسراییلو بریدونو کې نږدې ۵۰۰ کسانو ژوند له‌لاسه ورکړی او یوزر او ۶۴۵ نور کسان ټپیان شوي چې لسګونه ښځې او ماشومان هم په‌کې شامل دي.

دغه راز، تېره ورځ هم لبنان کې د اسرايیلو په بریدونو کې ۵۱ کسانو ژوند بایللی دی.‎

د امریکا د «اېن‌بي‌سي‌نیوز» د راپور له مخې، د امریکا متحده ایالاتو، اروپایي ټولنې او شاوخوا ۱۲ نورو هېوادونو پرون (چهارشنبې) ‎په یوه ګډه اعلامیه کې پر دواړو خواوو (اسراییل او لبنان) هېوادونو غږ کړی چې ژر تر ژره پر ۲۱ ورځني اوربند هوکړه وکړي او ستونزې د خبرو له لارې حل کړي.

یادې ګډې اعلامیې چې د امریکا، بريټانيا، فرانسې، استرالیا، کاناډا، اروپايي اتحادیې، جرمني، ایټالیا، جاپان، سعودي عربستان، متحده عربي اماراتو او قطر له لوري تېره ورځ (چهارشنبه) د ملګرو ملتونو د سرمشریزې په څنډه کې لاسلیک شوې، غزه کې هم د اوربند ملاتړ کړی دی.‎

سرچینې د اعلامیه په حواله زیاته کړې چې دښمنۍ د «زغملو» نه‌دي او د «یوې پراخې سیمه‌ییزې ترینګلتیا» ښايي یو داسې نه‌منل کېدونکی ګواښ رامنځته کړي چې د اسرائيل او لبنان دواړو هېوادونو د خلکو په ګټه نه وي.

د بي‌بي‌سي د راپور له مخې، د امریکا د دفاع وزارت یوې ویاندې سابرینا‌سنګ رسنیو ته ویلي‌: «د ځمکې له لارې ننوتلو یا ځمکني یرغل په اړه باید اسراییلیان وغږېږي. موږ قطعآ نه غواړو داسې عمل وګورو چې ښايي په سیمه کې د لا ډېرې ترینګلتیا لامل وګرځي.»‎

هغې زیاته کړې، متحد ایالتونه «د یوې تمام عیاره جګړې مخنیوي لپاره ډیپلوماټیک حل» غواړي.‌

سرچینې زیاته کړې، سپینې ماڼۍ ویلي چې ولسمشر جوبایډن له خپل فرانسوي سیال اېمانېول‌مکرون سره لیدنه کې د اسراییل او حزب‌الله ترمنځ‌ د اوربند پر هڅو خبرې کړې دي.‌

سرچینه زیاتوي، د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلې ته ویلي چې «په لبنان کې باید جګړه ونه‌شي» او نوموړی د روانې اوونۍ تر پایه خپل د بهرنیو چارو وزیر سیمې ته استوي.

هغه پر اسرایيل غږ کړی چې د کړکېچ له ډېرولو لاس واخلي او له حزب‌الله یې غوښتي چې پر اسراییلو توغندیز بریدونه ودروي.‌

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.