کابل (پژواک، ۵ تله ۱۴۰۳): د اسلامي امارت مشرتابه وایي چې له قضایي چارو سره شریعت تړلی، هر څومره چې قضایي چارې ښې او پر وخت ترسره شي او د خلکو ستونزې حل شي، په هماغه اندازه شرعي نظام تقویه کېږي.
د افغانستان سترې محکمې نن پر خپله اېکسپاڼه یوه اعلامیه خپره کړې چې په کې راغلي، د اسلامي امارت مشر د روان (۱۴۴۶ کال د ربیع الاول په ۲۱مه او ۲۲مه) د سترې محکمې د مرکزي تمیز له عمومي رییس شیخ محمدشریف حقاني، د سوېل لوېدیځ زون د تمیز او قضا له معاون شیخ سردارمحمد ابوالفیضان، د جزا دېوان، د تجارت دېوان، د عامه امنیت دېوان، د مدني او عامه حقوقو دېوان، د نظامي منسوبینو دېوان، د قضایي تفتیش او قضایي زدهکړو له رییسانو سره وکتل.
سرچینې زیاته کړې، په دې دوه ورځنۍ لیدنه کې د اسلامي نظام د مهم ارګان (قضائیه قوې) اړوند مهمو موضوعاتو په اړه تفصیلي خبرې وشوې.
اعلامیه کې ویل شوي، د اسلامي امارت مشرتابه د سترې محکمې یادو مسوولینو ته په خطاب کې وویل، له قضایي چارو سره شریعت تړلی، هر څومره چې قضایي چارې ښې او پر وخت ترسره شي او د خلکو ستونزې حل شي، په هماغه اندازه شرعي نظام تقویه کېږي؛ ځکه شریعت د مجازاتو پر ځای د اصلاح ترغیب ورکوي.
نوموړي د سترې محکمې مسوولینو ته هدایت وکړ: «قضایي چارې د اسلامي شریعت د ارشاداتو او اوامرو مطابق ترسره کړئ، د قضا خپلواکۍ ته په پام په خپلو پرېکړو کې د هیچا تر مستقیم یا غیرمستقیم فشار لاندې مه راځئ، بلکې په ډېر حرئت د شریعت مطابق خپلې چارې ترسره کړئ.»
د اسلامي امارت مشر زیاته کړې: «په یوه هېواد کې د اسلامي نظام د موجودیت په صورت کې باید دغه هېواد ټول وګړي له خپلو شرعي حقوقو برخمن وي، هیڅوک جرئت ونه شي کړای چې پر چا ظلم وکړي، یا یې حق ضایع کړي، که څوک ظلم کوي یا د بل حق ضایع کوي، د محاکمو دنده او مسوولیت دی چې ظالم او مجرم ته سزا ورکړي، مظلوم ته یې حق ورکړي او له ظالم یې وژغوري.»
سرچینه کاږي، په دې سربېره د اسلامي امارت مشر د سترې محکمې مسوولینو ته نورې مهمې لارښوونې هم وکړې.
دغه راز، په دې لیدنه کې د سترې محکمې مسوولینو د اسلامي امارت مشرتابه ته ډاډ ورکړی چې په هېواد کې به د شرعي پرېکړو صادرولو له لارې عدالت تامینوي، د ظلم مخه به نیسي او د مظلومانو لاسنیوی به کوي.
د سرچینې د معلوماتو له مخې، د سترې محکمې مسوولینو زیاته کړه چې د محاکمو قضایي او اداري غړي په خپل ټول توان هڅه کوي چې د محاکمو دروازې د مراجعینو پر مخ خلاصې وساتي او پر ټاکلي وخت د مراجعینو دوسیې حل او فصل کړي.
Views: 58
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP