کابل (پژواک، ۵ تله ۱۴۰۳): د عامې روغتيا وزارت وايي چې په پروان کې پر «حادو اسهالاتو» اخته ناروغانو ته پر وخت رسېدنه شوې، ځیني ناروغان د کابل انتاني روغتون ته رالېږدول شوي او په سيمه کې د اوبو نمونې اخیستل شوې دي.
تېره ورځ د پروان عامې روغتیا ریاست مسوولینو ویلي وو، د دغه ولایت د شینوارو ولسوالۍ په کفشان دره کې له څلورو ورځو راهیسې یوه ناپېژندل شوې ساري ناروغي خپره شوې چې په ډېره چټکۍ د خپرېدو په حال کې ده او تر اوسه ۵۰۰ کسان پرې اخته شوي چې د ۵۰ روغتیايي وضعیت سخت ښودل شوی او دوه کسان یې له امله مړه شوي دي.
سرچينې ویلي، پر دې ناپېژندل شوې ساري ناروغۍ اخته کسان د بدن له کمزورتیا، د لاسونو او پښو له شدید درد، اسهال او سختې تبې شکایت کوي.
د عامې روغتیا وزارت ویاند ډاکټر شرافت زمان امر پر خپله اېکسپاڼه ليکلي، دا چې تېره ورځ د پروان شینوارو ولسوالۍ کفشان دره کې د حادو اسهالاتو ځینو واقعاتو شتون درلود او د سیمې ځیني اوسېدونکي ترې متاثر شوي وو، د پروان د عامې روغتیا ریاست یادو ناروغانو ته پر وخت رسېدنه کړې او روغتیايي خدمتونه یې ورته وړاندې کړي دي.
هغه ليکلي: «ځیني ناروغان چې لا زیاتې درملنې ته یې اړتیا درلوده، ولایتي روغتون او ځیني نور د مرکز کابل انتاني روغتون ته را انتقال شوي چې له درملنې وروسته یې اوس وضعیت د ډاډ وړ دی. یادې سیمې ته له مرکزه مسلکي ټیمونه رسېدلي، د ځايي اوبو نمونې اخیستل شوې، د ناروغانو د لا ښې درملنې او نورو اوسېدونکو د ژغورنې لپاره لازمې وقایوي کړنې ترسره شوې دي.»
د عامې روغتیا وزارت ویاند زیاته کړې، په سیمه کې اوس مهال د ناروغانو وضعیت ښه دی او د اندېښنې وړ کومه ستونزه شتون نه لري؛ یاد وزارت هڅه کوي چې د خپلو هېوادوالو عاجلو واقعاتو ته پر وخت په ښه توګه رسېدنه وکړي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP