Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

ننګرهار کې د سېلابونو له امله درې کسان مړه او ۲۰ نور ټپیان شوي

 جلال‌اباد (پژواک، ۶ تله ۱۴۰۳): د ننګرهار ولایت په کوز کونړ ولسوالۍ کې د ورښتونو او سېلابونو له امله درې کسان مړه شوي او ۲۰ نور ټپيان دي او لږ تر لږه ۱۵۰ کورونه زیانمن او یا هم وېجاړ شوي دي.

د ننګرهار ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د اطلاعاتو امر مولوي صدیق‌الله قریشي د تلې په ۶مه پژواک اژانس ته وويل چې نن سهار په کوز کونړ ولسوالۍ کې شدید باران شوی چې له امله یې سېلابونه راوتلي دي.

دی وايي، د لومړنیو شمېرو له مخې، د سېلاب او باران له امله ۳ کسان مړه شوي او تر شلو ډېر ټپيان دي.

د نوموړي په وینا، ډېر زیانونه د کوز کونړ ولسوالۍ اړوند کنډي، غازي آباد، جنت خان، قلعټک، سلامپور او یو شمېر نورو کلیو خلکو ته اوښتي چې شاوخوا ۱۵۰ کورونه زیانمن او یا ړنګ شوي دي.

دغه‌راز، مولوي قریشي وايي چې د مروارید کانال هم د سېلاب له کبله تخریب شوی، چې اوبو یې «کهنه ده» کلی زیانمن کړی دی.

د کوز کونړ ولسوالۍ اوسېدونکي بیا د بېړنیو مرستو غوښتنه کوي.

د کوز کونړ اړوند د قلعټک سیمې یوه اوسېدونکي جمشېد پژواک ته وويل، ځينې کورونه په ډېره اندازه تخریب شوي او خلک بېړنیو مرستو ته اړتیا لري.

د یادونې وړ ده چې څو میاشتې مخکې هم سېلابونو د ننګرهار ولایت به سرخرود ولسوالۍ کې خلکو ته درانه مالي او ځاني زیانونه اړولي وو.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.