ترینکوټ (پژواک، ۷ تله ۱۴۰۳): د اوبو او انرژۍ وزارت وایي، په اروزګان ولایت کې د آغاجان بند د تفصیلي ډېزاین او امکان سنجي مطالعې د ترسره کولو چارې پیل شوې.
د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر نن په دې اړه جوړه شوې غونډه، د دغې پروژې پلي کول اوبو مدیریت، د زراعت اود اقتصاد د پراختیا لپاره ارزښتمن ګام وباله.
د اوبو او انرژي وزارت سرپرست ملا عبدالطیف منصور هم وویل، سربېره پر دې پروژې، په نږدې راتلونکي کې به درې نورې پروژې همچې د سولري برېښنا تولید، د کجکي له بند څخه د بریښنا د لین لېږد او د شفلوغ بند جوړول پکې شامل دي، په اروزګان ولایت کې د دغهوزارت له لورې پیل شي.
د اوبو او انرژي وزارت سلاکار ډاکټر فاروق اعظم هم وویل چې اوبه په اوسنیو حالاتو کې له ځانګړي اهمیت څخه برخمنې دي.
Views: 10
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن