Language

غزني کې د تکواندو غوراوي ۱۹م پړاو سیالۍ ترسره شوې

غزني‌ښار (پژواک، ۷ تله ۱۴۰۳): سېمه‌ییز چارواکي وایي، په غزني ولایت کې د تکواندو غوراوي ۱۹م پړاو سیالۍ د ۷۰ لوبغاړو ترمنځ ترسره شوې.

د غزني ولایت د بدني روزنې او سپورت امر  بلال مجاهد پژواک خبري اژانس ته وویل، دغه سيالۍ په غزني ښار کې د یوې ورځې لپارهترسره شوې.

ده زیاته وکړه،  د دغو سیالیو څخه موخه د دغه ولایت منتخب ټیم ته د غوره څېرو ټاکل، تکواندو ورزش دودول او د لوبغاړو هڅول دي.

د تکواندو یو تن لوبغاړی مزمل وایي، اسلامي امارت دې دوی دا زمینه برابره کړي تر څو له هېواد بهر هم په لوبو کې ګډون وکړي.