Language

د جودو افغان ورزشکارانو ایران کې څلور مډالونه ګټلي

کابل (پژواک، ۷ تله ۱۴۰۳): د افغانستان د جودو فدراسیون وايي چې د دې برخې افغان لوبغاړو په ایران کې د «سولې او دوستۍ» په نړۍوالو لوبو کې یو د سرو او درې د سپینو زرو مډالونه ګټلي دي.

د افغانستان د جودو فدراسیون مشر ذبیح‌الله نظري نن (شنبې) پژواک خبري اژانس ته وویل، په دغو سیالیو کې سیداحمد مصمم د ۷۳ کیلوګرام وزن په پورته کولو کې د سرو زرو مډال، محمد تاجیک په ۹۰ کیلوګرامه، ‎محمد ایوبي په ۸۱ او صفي‌الله جلیل‌زاده په ۶۶ کیلوګرامه وزن کې د سپینو زرو مډالونه ګټلي دي.

د یادونې ده دغه لوبې د ایران په زاهدان ولایت کې شوې دي.

په یادو سیالیو کې د افغانستان ترڅنګ د ایران، پاکستان او سریلانکا هېوادونو لوبغاړو هم ګډون کړی دی.