ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ګربزو ولسوالۍ یو شمېر اوسېدونکي ثانوي زده‌کړو ته لاسرسی نه لري

د ګربزو ولسوالۍ یو شمېر اوسېدونکي ثانوي زده‌کړو ته لاسرسی نه لري

author avatar
28 Sep 2024 - 12:10
د ګربزو ولسوالۍ یو شمېر اوسېدونکي ثانوي زده‌کړو ته لاسرسی نه لري
author avatar
28 Sep 2024 - 12:10

خوست ښار (پژواک، ۷ تله ۱۴۰۳): د خوست د ګربزو ولسوالۍ د لرې پرتو سيمو يو شمېر زده‌کوونکي وايي چې ثانوي زده‌کړو ته د نه لاسرسي له امله یې زده‌کړې په نيمايي کې پاتې کېږي.

هغوی وايي، د دغو سيمو زده‌کوونکو يوازې د ښوونځي تر لومرنۍ دورې پورې زده‌کړې ترسره کوي؛ ځکه د هغوی په وينا، په سيمه کې يې د منځنۍ او ليسې دورې ښوونځي يا نشته او که شته هم دوی ورته لاسرسی نه لري.

د ګربزو ولسوالۍ له دغو لرې پرتو سيمو څخه يوه هم د ميداني سيمه ده چې يوازې يو لومړنی ښوونځی لري.

دا ښوونځی چې د سرپنا لپاره يوازې خيمې لري، زده‌کوونکي يې وايي، هر کله چې له دې ښوونځي فارغ شي د نورو زده‌کړو زمینه ورته برابره نه ده.

د دغه ښوونځي يوه زده‌کوونکي ابراهيم پژواک خبري اژانس ته وويل، د منځنۍ او ليسې دورې ښوونځي د دوی له سيمې څخه ډېر لرې دي او دوی په اسانۍ هلته تګ راتګ نه شي کولی.

هغه وايي: «زموږ اقتصادي وضعيت دومره ښه نه دی چې هر ورځ دې په موټر کې تر لرې ځايه ښوونځيو ته لاړ شو. موږ چې له دې ځايه فارغ شو يا به غره کې کار کوو او يا به دوکانونو کې ناست یو.»

د دغه لومړني ښوونځي يوه بل زده‌کوونکي رحمان صديق هم پژواک ته وويل، که له شپږم ټولګي پورته زده‌کړې کوي، اړ دي هره ورځ په ساعتونو مزل وکړي چې دا يې په وس کې نه ده.

هغه له مسوولينو غوښتنه وکړه چې دوی ته نږدې دې د منځنۍ او د ليسې دورې ښوونځي فعال کړي.

دی زياتوي: «دلته متوسطې او ليسې نه لرو، څوک چې له دې پورته زده‌کړې کوي يا به د ولسوالۍ بازار ته ځي او يا خوست ښار ته. موږ دلته په خپل ښوونځي کې نورې ستونزې هم لرو، يو دا چې تعمير نه لرو بل دا چاپېريال د زده‌کړې لپاره مناسب نه دي.»

په همدې حال کې د يادې سيمې قومي مشران هم وايي، د ثانوي دورې د ښوونځيو نه شتون او اوږده لار د دې لامل شوي چې زده‌کړو ته د سيمې د زده‌کوونکو او ځوانانو لاسرسی محدود شي.

يوه قومي مشر سخي خان پژواک ته وويل، دا درې کاله پرله پسې د ميداني له لومړني ښوونځي څخه زده‌کوونکي فارغېږي خو نورو زده‌کړو ته لاسرسی نه لري.

نوموړي زياته کړه: «موږ له حکومته غوښتنه لرو چې زموږ طرف ته دې توجه وکړي، ابتدايه ښوونځي دې په متوسطه او ليسو بدل کړي، څو زموږ شاګردان خوست ښار او نورو لرې سيمو ته د تګ څخه خلاص شي.»

ورته مهال، ځایي چارواکي وایي، اسلامي امارت په لرو پرتو سیمو کې د خلکو د نورو ستونزو د هوراي ترڅنګ د ښوونیز بهیر د پیاوړتیا لپاره هم بېلابېل ګامونه اخیستي او لا هم په یاده برخه کې د ستونزو د حل هڅې دوام لري.

د خوست د اطلاعاتو او فرهنګ رييس شبيراحمد عثماني په دې اړه پژواک ته وويل: «د افغانستان اسلامي امارت د دې لپاره ځيني کوټلي اقدامات په کار اچولي دي چې هغه د لرې کليو لپاره د ابتدايي صنفونو جوړول دي، درسونو ورکول دي، نو د افغانستان اسلامي امارت د دوی له غم څخه بې‌غمه نه دی، بلکې په دې لار کې به ان‌شاءالله ډېر زر عاجل ګامونه واخيستل شي.»

د يادونې ده چې د خوست ګربزو ولسوالۍ ډېری کلي ډیورنډ فرضي کرښې ته نږدې پراته دي او د ولایت له مرکز څخه لسګونه کیلومتره واټن لري چې خلک یې ثانوي زده‌کړو ته لاسرسی نه لري.

Views: 17

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.