کابل (پژواک، ۷ تله ۱۴۰۳): د تېرو اوو ورځو مخکې په پرتله نن کابل ښار کې د قزاقي اوړو او سروزرو بیې ټیټې شوې خو د نورو لومړنیو توکو بیو بدلون نه دی کړی.
کابل ښار کې د خوراکي توکو سوداګرو اتحادیې رییس زمري صافي پژواک خبري اژانس ته وویل، د تېرې شنبې په پرتله نن په عمده ډول د ۴۹ کیلوګرامه قزاقي اوړو بیه له ۱۵۵۰ څخه ۱۵۰۰ افغانیو ته ټیټه شوې ده.
هغه زیاته کړه چې اوړو ته د تقاضا کمېدو او د وارداتو ډېرېدو له امله په کابل ښار کې د هغه بیه ټیټه شوې ده.
خو نوموړي وویل چې نن هم لکه تېره شنبې په عمده ډول د ۲۴ کیلوګرامه لومړۍ سېله پاکستانیو وریجو بیه ۲۶۰۰ افغانۍ، د ۴۹ کیلوګرامه هندي بورې بیه ۲۵۰۰ افغانۍ، د ۱۶ لېتره مالیزیايي غوړو بیه ۱۴۳۰ افغانۍ، د یو کیلوګرام افریقایي تور چای بیه ۴۰۰ او د یو کیلوګرام اندونیزیایي شین چای بیه ۳۵۰ افغانۍ ده.
د ځينو توکو پرچون او عمده بیې په یو شمېر مواردو کې لږ خو په ځینو کې بیا ډېر توپیر لري.
د کابل ښار په دهنباغ سیمه کې د خوراکي توکو یوه پرچون پلورونکي حامد صوفيزاده وویل، نن په پرچون ډول ۴۹ کیلوګرامه قزاقي اوړه په ۱۵۵۰ افغانۍ، ۲۴ کیلوګرامه لومړۍ سېله پاکستانۍ وریجې په ۲۶۵۰ افغانۍ، ۴۹ کیلوګرامه هندۍ بوره په ۲۵۵۰ افغانۍ، ۱۶ لېتره مالیزیايي غوړي په ۱۵۰۰ افغانۍ، یو کیلوګرام اندونیزیایي شین چای په ۴۰۰ افغانۍ او یو کیلوګرام افریقایي تور چای په ۴۵۰ افغانۍ پلورل کېږي.
د نفتي توکو بیې
د «احمدیار ګروپ» تېلو ټانک یوه کارکوونکي پژواک ته وویل چې نن هم لکه تېره شنبې د یو لېتر پټرولو بیه ۶۱ افغانۍ ده او یو لېتر ډېزل په ۶۴ افغانۍ پلورل کېږي.
دغه راز، د کابل ښار په کلولهپشته سیمه کې ګاز پلورونکی محمدشریف وایي، نن هم د اوو ورځې مخکې په څېر یو کیلوګرام ګاز په ۵۰ افغانیو پلوري.
د سروزرو بیې
د کابل پر تیمورشاهي واټ د حاجي حامد صالحزاده زرګرۍ مالک محمدفواد وویل چې د تېرې شنبې په نسبت نن د یو ګرام ۷۵۰ عیار عربي سروزرو بیه له ۴۸۵۰ څخه ۴۷۵۰ افغانیو ته او د یو ګرام ٥٨٥ عیار روسي سروزرو بیه له ۳۸۵۰ څخه ۳۷۵۰ افغانیو ته ټیټه شوې ده.
د سرو زرو د پلورونکو په خبره، په کابل ښار کې د سرو زرو د بیې بدلون، په نړۍوالو بازارونو کې د هغه د بیې له بدلون سره تړاو لري.
د اسعارو بیې
د کابل ښار په شهزاده سرای کې د «صداقت» صرافۍ مالک حاجي محمدحسین وویل چې نن د یوه امریکایي ډالر د پېر بیه ۶۸ اعشاریه ۵۰ افغانۍ ده او زر پاکستانۍ کلدارې په ۲۴۵ افغانۍ بدلېږي.
دا په داسې حال کې ده چې تېره شنبې (د وږي ۳۱مه) د یوه امریکايي ډالر د پېر بیه ۶۸ اعشاریه ۸۰ افغانۍ وه او زر پاکستانۍ کلدارې په ۲۴۵ افغانۍ بدلېدې.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP