کابل (پژواک، ۸ تله ۱۴۰۳): د افغانستان د فوټبال له شلو کلونو کمعمره ملي لوبډله د اسیا ملتونو جام غوراوي سیالیو په لړ کې نن له فلسطین سره لوبه کوي.
د افغانستان د فوټبال فدراسیون پر خپله فېسبوکپاڼه لیکلي، د فوټبال له شلو کلونو کمعمره ملي لوبډله د ۲۰۲۵ کال د اسیا ملتونو جام غوراوي سیالیو لړ کې نن له فلسطین سره لوبه کوي.
یاده سیالي د سعودي عربستان په ابهای ښار کې د افغانستان په وخت د ماښام په پنځه نیمو بجو ترسره کېږي.
دغه راز، د افغانستان د فوټبال له شلو کلونو کمعمره لوبډلې د اسیا ملتونو جام غوراوي سیالیو کې له دې مخکې درې لوبې کړې چې په لومړۍ سیالۍ کې یې مکاو ته ماتې ورکړه، دویمه لوبه یې استرالیا او درېیمه یې بیا سعودي عربستان ته وبایلله.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP