کابل (پژواک، ۸ تله ۱۴۰۳): د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت په پکتیکا کې د څه باندې ۴۰۰ زره امریکايي ډالرو په لګښت د اوبو رسولو اووه شبکو او پروان کې د څه باندې ۱۳ میلیون افغانیو په لګښت د اوبو یوه سربند د جوړېدو خبر ورکړ.
د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت له لوري تېره ورځ په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د پکتیکا ولایت د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست له لوري او د اسلامي پراختیایي بانک په مالي مرسته د دغه ولایت په ارګون او یوسفخېلو ولسوالیو کې د څه باندې ۴۰۰ زره امریکايي ډالرو په لګښت د اوبو رسولو اووه شبکو د جوړولو چارې بشپړې شوې.
خبرپاڼه کاږي، په دغو شبکو کې له ۶۰ تر ۱۲۰ مترو په ژوروالي د اوو څاګانو کېندل، د ۲۰، ۴۰ او ۶۰ متر مکعب په ظرفیت د پاکو اوبو اوو ذخیرو جوړول، د ۳۳۹۰۰ مترو په اوږدوالي پایپ غځول، د ۵۴۵ شیردهنونو او ۱۳۲ سولر تختو نصبول شامل دي.
د خبرپاڼې په حواله، د یادو شبکو د کار په لړ کې لسګونه کسانو ته د کار زمینه برابره شوې وه او په بشپړېدو سره یې د یادو ولسوالیو ۲۰۱۱ کورنیو د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی پيدا کړ.
د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت له لوري په یوه بله خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د پروان ولایت د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست له لوري او د مالیې وزارت له بودجې د یاد ولایت د سرخ پارسا ولسوالۍ په «دهن نیک» کلي کې د څه باندې ۱۳ میلیون افغانیو په لګښت د اوبو یوه سربند د جوړولو چارې بشپړې شوې.
د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې، دغه سربند ۴،۸ متره اوږدوالی، ۱۳متره کانال او ۴۰ متره محافظوي دېوال لري چې د کار په لړ کې يې لسګونه کسانو ته د کار زمینه برابره شوې وه او په بشپړېدو سره به يې د یاد کلي د اوسېدونکو ۱۵۰۰ جریبه کرنیزه ځمکه خړوبه شي.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن