ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په تېرو نږدې نهو میاشتو کې هېواد کې د کرونا له امله ۵۸ کسان مړه شوي

په تېرو نږدې نهو میاشتو کې هېواد کې د کرونا له امله ۵۸ کسان مړه شوي

author avatar
29 Sep 2024 - 17:30
په تېرو نږدې نهو میاشتو کې هېواد کې د کرونا له امله ۵۸ کسان مړه شوي
آرشیف
author avatar
29 Sep 2024 - 17:30

کابل (پژواک، ۸ تله ۱۴۰۳): د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي چې د روان مېلادي کال په تېرو نږدې نهو میاشتو کې د هېواد په کچه ۱۰ زره او ۷۲۲ کسان پر کرونا ویروس اخته شوي چې له ډلې یې ۵۸ کسان مړه شوي او څه باندې ۷۵۵۰ نور بېرته رغېدلي دي.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د روان مېلادي کال له جنورۍ بیا د سپټمبر تر ۲۴مې پر کرونا ناروغۍ د اخته، مړو شوو او بېرته رغېدلو کسانو شمېرې له پژواک خبري اژانس سره شریکې کړې دي.

شمېرې ښيي چې په یاده موده کې په ټول هېواد کې ۱۰ زره او ۷۲۲ کسان پر کرونا اخته شوي چې تر ټولو ډېرې مثتبې پېښې (۲۳۲۶) په اپرېل او (۲۲۵۹) په مې‎ میاشت کې او تر ټولو کمې (۷۲۵) مثبتې پېښې په جولای کې ثبت شوې دي.‎

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت ویاند ډاکتر شرافت زمان نن (یک‌شنبه، د تلې ۸مه) پژواک خبري اژانس ته وویل چې دغه شمېرې د ټول هېواد په کچه دي.

هغه په دې اړه چې ولې د کرونا ناروغۍ تر ټولو ډېرې مثبتې پېښې په مارچ، اپرېل او مې میاشتو کې ثبت شوې وویل: «دا کومه د اندېښنې وړ موضوع نه‌ده، حالت عادي دی او ګراف یوه میاشت ټیټ او بله میاشت بیا لوړېږي.»

خو د کابل ښار په انتانی روغتون کې د ساري ناروغیو متخصص ډاکتر فریدالله عمري په دې اړه وايي: «د شمېرو په اړه چې په مارچ، اپرېل او مې میاشتو کې لوړې شوې، څو شیان دلته رول لري، د هوا بدلون دی، یعنې که مارچ، اپرېل او مې میاشتو ته وګورو، نو د پسرلي په فصل یا د پسرلي په لومړیو کې هوا بدلېږي نو له دې امله د موسمي تغییراتو پر مهال ‎انتانات ډېره وده او تکثر کوي.»

هغه د پسرلي په لومړیو کې هېواد ته د کډوالو راستنېدل او د سېلابونو راوتل د کرونا ناروغۍ د مثبتو پېښو ډېرېدو نور لاملونه وبلل.

د یادونې ده چې د روان مېلادي کال په نږدې ۹ میاشتو کې د کرونا له امله ۵۸ کسان مړه شوي چې تر ټولو ډېر (۱۰) کسان په اګسټ او په ترتیب سره ۹ – ۹ کسان په جنوري او فبروري ‎او تر ټولو لږ (دوه) کسان په جون میاشت کې د یادې ناروغۍ له امله مړه شوي دي.

تېرو نږدې نهو میاشتو کې پر کرونا ناروغۍ اخته ۷۵۵۰ کسان بېرته رغېدلي دي.

پر کرونا ناروغۍ د اخته څه باندې ۱۰ زره کسانو له ډلې تر ۷۵۵۰ ډېر یې بېرته رغېدلي چې تر ټولو ډېر (څه باندې درې زره کسان)  په مې میاشت کې له دغې ناروغۍ بېرته رغېدلي دي.

د عامې روغتیا وزارت ویاند وايي د کرونا برخه کې خلکو ته خدمات وړاندې کېږي او اوس هم د روغتیا د نړۍوال سازمان په ګډون، نور مرستندویه بنسټونه هم دې برخه کې مرسته کوي.

په همدې حال کې، ډاکتر فریدالله عمري وویل چې لا هم هېواد کې د کرونا ناروغان شته او هره ورځ دغه روغتون ته مراجعه کوي.

سرچینه وايي، دغه روغتون ته هغه ناروغان راځي چې سخته تبه، زکام او ټوخی ولري او له معایناتو او درملو ورکولو وروسته له روغتونه رخصتېږي. کرونا ویروس اوس کمزوری شوی او شدت یې له لاسه ورکړی دی.

هغه په اوبو او صابون د لاسونو مینځل، ماسک کارول او پر کرونا د اخته کېدو پر مهال د ګرمو مایعاتو څښل ډېر اړین وبلل.

د یادونې ده، د کرونا ویروس لومړۍ مثبته پېښه په ۱۳۹۹ کال کې د چین په وهان ښار کې ثبت شوه او وروسته نږې ټوله نړۍ کې خپور شو چې سلګونه میلیونه کسان پرې اخته او څه باندې څلور میلیون کسان یې له امله مړه شول.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.