ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

لغمان کې درېیو کسانو ته تعزیري سزا ورکړل شوه

لغمان کې درېیو کسانو ته تعزیري سزا ورکړل شوه

author avatar
30 Sep 2024 - 20:56
لغمان کې درېیو کسانو ته تعزیري سزا ورکړل شوه
author avatar
30 Sep 2024 - 20:56

مهترلام (پژواک، ۹ تله ۱۴۰۳): ستره محکمه وايي، په لغمان ولایت کې یوه مجرم او دوو تورنو کسانو ته په عام محضر کې تعزیري سزا ورکړل شوه.

د سترې محکمې په خبرپاڼه کې راغلي، د لغمان ولايت د ښاري ابتدائيه محکمې د جزا دېوان د پرېکړې په اساس يوه کس ته داخلاقي فساد په جرم او دوو نورو کسانو ته چې پر لواطت متهم وو، په عام محضر کې تعزیري سزا ورکړل شوه.
سرچېنې لیکلي، محکمې د یادو کسانو له ډلې يو مجرم پر ۳۹ دُرو تعزیري سزا او څلور کاله او شپږ مياشتو تنفيذي بند او دوه متهمين يېپر يو ـ یو کال تنفيذي بند او ۳۹ ـ ۳۹ دُرو تعزیري سزا محکوم کړي وو.

خبرپاڼه کې راغلي، ياد حکم د سترې محکمې د عالي مقام له تائيد وروسته پلې شو.

Views: 2

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.