کابل (پژواک، ۹ تله ۱۴۰۳): د راپورونو له مخې، د لبنان د حزبالله رهبرۍ شورا د حسن نصرالله له وژل کېدو وروسته هاشم صفيالدین د دې ډلې د نوي مشر په توګه ټاکلی دی.
العربیه د خپلو سرچینو له قوله راپور ورکړی چې د لبنان د حزبالله رهبرۍ شورا پرون (یکشنبه) هاشم صفيالدین د نوي مشر په توګه ټاکلی دی.
د ویلو ده، د حزبالله پخوانی مشر حسن نصرالله د اسرائیل په هوايي برید کې چې د جمعې په ورځ د بیروت په سوېلي سیمه کې د حزبالله په مرکزي دفتر وشو، ووژل شو.
د لبنان د روغتیا وزارت اعلان کړی چې په یاد برید کې شپږو کسانو ژوند له لاسه ورکړی او ۹۱ نور ټپیان شوي دي.
پرون په ملګرو ملتونو کې د ایران دایمي سفیر او استازي امیر سعید ایرواني په یوه لیکنه کې د دغه سازمان سرمنشي او امنیت شورا له رییسه غوښتي وو چې په لبنان او ټوله سیمه کې د اسرائیل اقداماتو ته د رسېدنې په موخه بېړنۍ ناسته جوړه کړي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP