کابل (پژواک، ۹ تله ۱۴۰۳): کابینې د ښارجوړولو وزارت په مشرۍ پلاوي ته دنده سپارلې چې د ودانيزو چارو برخه کې د اسانتياوو رامنځتهکولو په موخه يوه طرحه جوړه کړي څو خلک په کم وخت کې د ملکيت له تثبيت وروسته د کار اجازه ترلاسه کړي.
د چارو ادارې خبرپاڼه کې راغلي چې نن د ريیسالوزراء ملا محمدحسن اخند په مشرۍ د کابینې غونډه ترسره شوه.
سرچينې لیکلي چې په غونډه کې له اجنډا سره سم په هېواد کې د ودانيزو چارو برخه کې د اسانتیاوو رامنځته کولو او خلکو ته د کار اجازې ورکولو په اړه بحث وشو.
خبرپاڼه کې راغلي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په مشرۍ پلاوي ته دنده وسپارل شوه چې په هېواد کې د ودانيزو چارو برخه کې د اسانتياوو رامنځته کولو په موخه يوه طرحه ترتيب کړي، څو خلکو ته اسانتياوې رامنځته شي او په کم وخت کې د ملکيت له تثبيت وروسته د کار اجازه ترلاسه کړي.
د چارو ادارې لیکلي، غونډه کې د خواف - هرات اوسپنې پټلۍ د لومړي فاز څلورمې قطعې پروژې د مسير اړوند ځمکو د استملاک په اړه د لېږل شوي پلاوي نظر تایيد شو او پرېکړه وشوه چې د جوړېدو چارې دې پيل شي او دغه راز د اقینې- اندخوی اوسپنې پټلۍ د لومړي فاز د ۳۰ کیلومتره ځمکې د استملاک اړوند د پلاوي راپور تایيد شو او ټولګټو وزارت ته دنده وسپارل شوه، څو په دې اړه اقدامات وکړي.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، په دې غونډه کې دغه راز د کابل ښار د پراختيا لپاره د کور او ښار جوړولو وزارت او کابل ښاروالۍ له لوري چمتو شوی پلان تایيد شو او پرېکړه وشوه چې کابل ښاروالۍ دې د ياد پلان له مخې اجراات وکړي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP