خوستښار (پژواک، ۹ تله ۱۴۰۳): د خوست حکومتي مسوولین وايي، د دغه ولایت په اطرافي سیمو کې د هر متر مربع ځمکې بیه لږ تر لږه ۱۵ زره افغانۍ ده او دغه قیمت د ګڼ شمېر نورو ولایتونو د ځمکو په پرتله لوړوالی ښیي.
خوست ښايي د مساحت له نظره د هېواد د ډېرو ولايتونو په پرتله کوچنی وي، خو د ځمکو او جايدادونو قيمتونه يې څو برابره لوړ دي.
يو عمده لامل چې ښايي له کبله يې په خوست کې د ځمکو قيمتونه لوړ دي، هغه د خلکو نفوس دی چې ورځ تر بلې د ډېرېدو په حال کې دی.
که څه هم په دې برخه کې کره شمېرې نشته خو د ځينو معلوماتو له مخې، د دغه ولايت د اوسېدونکو شمېر نږدې دوه ميليونه دی.
د خوست اوسېدونکي وايي، دا چې د هېواد د ډېرو ولایتونو په پرتله د خوست اوبه او هوا ښه دي، نو د ډېرو نورو ولايتونو اوسېدونکي هم دغلته ژوند او کاروبار لري.
د خوست يوه اوسېدونکي حاجي قدرتالله په دې اړه پژواک خبري اژانس ته وويل: «په خوست کې په هر انقلاب او هر وخت کې خلکو ښه ګوزاره سره کړې، هيڅ جنګ سالاري په کې نشته؛ هر څوک او د هر ګاونډي ولايت خلک غواړي په خوست کې يوه نومره ځمکه، کور او يو کاروبار ولري، دلته يې د خپل عزت په خاطر خپل ژوند خوندي وي.»
سوېلختيځ زون کې شمالي وزيرستان ته څېرمه يوازېنۍ ولايت دی چې بهرنيو، په ځانګړي ډول خليجي هېوادونو کې سلګونه زره مسافر لري.
خلک وايي، همدا د مسافرو په لاس ګټلې پيسې يې بل عمده لامل دی چې د خوست ځمکې د نورو ولايتونو په پرتله په لوړ قيمت پلورل کېږي.
د خوست يو بل اوسېدونکی نورمحمد بيا وايي: «د خوست ټولې ځمکې قيمتي دي، خو کومې چې ښار ته نږدې دي، هغه بيا ډېرې قيمتي دي. بل زموږ خلک ډېر عربي هېوادونو ته تللي، له هغه ځايه پيسې پيدا کوي، نو دا هم د ځمکو په قيمت باندې تاثير کوي.»
مېرويس زماني چې په خوست کې د معاملاتو لارښوونې دفتر لري پژواک اژانس ته وويل، د ګاونډيو او ځينو نورو ولايتونو په پرتله د خوست د ځمکو قيمتونه څو چنده لوړ دي.
دی وايي، په نورو ولايتونو کې څلور بسوې د استوګنې نومرې ځمکه له پنځه سوه زره افغانيو نيولې تر يو ميليون افغانيو پلورل کېږي، ولې برعکس په خوست ولايت کې يې قيمت تر څلور ميليون افغانيو پورې رسېږي.
دی وايي: «په دغه تېرو درېيو کلونو کې د خوست مرکز کې د ځمکو قيمتونو دېرش سلنه ښکته شوي دي، اطرافي ځمکې برعکس بيا په سلو کې دېرش فيصده لوړې شوې دي، علت يې دا دی چې اوس ډېر خلک هڅه کوي اطرافو ته ځانونه وباسي؛ ځکه هلته اوس امن دی.»
په همدې حال کې، د خوست د ځمکو تخنيکي چارو امريت مسوولين وايي چې په اوسط ډول د دغه ولايت د يو متر مربع ځمکې قيمت ۱۵ زره افغانۍ حساب شوی چې د نورو ولايتونو په پرتله څو چنده لوړ دی.
هغه زياتوي: «د کومو ولايتونو معلومات چې موږ لرو، مثلاً د غزني اطرافو کې د یو جریب ځمکې قيمت په اوسط ډول دوه سوه زره پاکستانۍ کلدارې دی، ولې خوست کې يو متر مربع ۱۵ زره افغانۍ دی چې ترمنځ يې لس چنده توپير موجود دی، بل د هېواد د ټولو ولايتونو په نسبت د خوست هوا په هر موسم کې ښه وي.»
همدارنګه د خوست د ځمکو تخنيکي چارو امريت مشر رفيقالله محمدي پژواک ته وويل، ډېرې لږې سيمې دي چې ځمکې يې دوه فصله ورکوي، خو په خوست کې ځینې ځمکې درې فصله هم ورکوي.
هغه زياته کړه: «موږ په عموم کې خوست کې درې درجې ځمکه لرو چې اعلی، اوسط او ادنی دي، خوست په کثرت سره اعلی درجه ځمکې لري، اوبه زياتې لري او درې فصلونه کوي، بزګر چې خواري وکړي په ښه کيفيت سره دوی درې فصله اخيستی شي له ځمکو څخه، نو د دې وجهې د خوست ځمکو قيمتونه لوړ دي.»
دا په داسې حال کې ده چې په وروستیو کلونو کې د خوست ترڅنګ په نورو ولایتونو کې د ځمکو بیې او د کورونو کرايې لوړې شوې دي.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن