کابل (پژواک، ۹ تله ۱۴۰۳): د بادغیس ولایت امنیه قومانداني وايي چې د دغه ولایت په بالامرغاب ولسوالۍ کې د تندر پرېوتو له امله یو کس مړ شوی دی.
د بادغیس د امنیې قوماندانۍ ویاند صدیقالله صدیقي وايي چې یاده طبیعي پېښه پرون مازدیګر د بالامرغاب ولسوالۍ د «جویګنج» سیمې په مربوطاتو کې شوې ده.
هغه زیاته کړه چې د یاد ولایت په جوند، غورماچ او قادس ولسوالیو کې هم توپاني باران او ږلۍ ورېدلي، خو تراوسه د ځاني او مالي زیانونو ارقام ندي راټول شوي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP